د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره ورځ پر خپل ټویټر وویل چې د ولسمشر په توګهیې غوښتي چې د ترهګرۍ او هوايي کرښو د امنیت په تړاو حقایق د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره شریک کړي او دا د نوموړي څرګند حق دی.
ډونالد ټرمپ همدارنګه پرون په سپینه ماڼۍ کې وویل چې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرهیې لیدنه ډېره بریالۍ وه.
ولسمشر ټرمپ دا خبره د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ګډه خبري غونډه کې د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړه:
"د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره مې ډېره کامیابه لیدنه درلوده. هماغسې چې فکر کوم مکمسټر وویل او پوهېږم چې داسې باور لري چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سره مو ډېره ښه غونډه درلوده."
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه، موږ به په راتلونکو څو کلونو کې ډېرې سترې بریاوې ترلاسه کړو او غواړو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې هر څومره چې ممکنه وي مرسته تر لاسه کړو.
تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مکمسټر هم ویلي و، هغه معلومات چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د روسیې د بهرینو چارو له وزیر سره په لیدنه کې شریک کړل "کاملاً مناسب" وو.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مکمسټر پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل:
"د ولسمشر لپاره کاملاً مناسبه ده څو هر هغه معلومات شریک کړي چې فکر کوي شریکولیې د امریکا د خلکو د امنیت د پیاوړتیا لپاره ضروري دي. دا هماغه څه وو چې ولسمشر ترسره کړل."
تر دې مخکې د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو، د امریکا د ملي امنیت کارپوهانو او پالېسي جوړونکو د هغه راپور له خپرېدو وروسته چې ګوندې ولسمشر ټرمپ د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاورف سره د امریکا د ملي امنیت ځیني پټ معلومات شریک کړي، عکسالعملونه ښودلي وو.
یو شمېر له دوی څخه اندېښنه ښودلې چې د ولسمشر ټرمپ دا کار به د اسلامي دولت د وسلهوالې ډلې په وړاندې جګړه کې د امریکا استخباراتي سرچینې له خطر سره مخ کړي.
په دې اړه چې ولسمشر ټرمپ د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ځیني پټ استخباراتي معلومات شریک کړي د امریکايي رسنیو لکه واشنګټن پوسټ، نیویارک ټایمز، روېټرز او نورو وروستي راپورونه کرملېن بېمعنی بللي دي.
خو د امریکا په کانګرس کې ډموکراتانو او ځینو جمهوري غوښتونکو دا کار غندلی، خطرناک او د اندېښنې وړ یې بللی دی.