د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

فارین پالیسي او نیوز ویک خپرونې د افغانستان جګړې ته پام اړولی


نیوزویک خپرونه:

نیوزویک خپرونې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د احتمالي زیاتوالي مسئلې ته پام اړولی او لیکي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ په لومړنۍ آزموینه کې له دې پریکړې سره مخامخ دی چې ایا د افغانستان جګړې ته چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده او ترډېره هېره شوې جګړه ده، په زرګونو نور سرتېري واستوي او کنه؟

د خپرونې په لیکنه هغه کارپوهان چې د افغانستان جګړه څېړي وایي، پلان دا دی چې د افغانستان په جګړه کې دریدلي حالت له منځه یووړل شي او پر وسله‎والو طالبانو فشارونه زیات شي چې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.

د دغو کارپوهانو په باور د امریکا د نوې وړاندیز شوې سټراټیژۍ طرحه د افغانستان په جګړه کې د جدي ښکیلتیا هغسې چې یو وخت دې هېواد په افغانستان کې په سل زرو سرتېرو مخ ته وړله، غوښتنه نه کوي خو که ولسمشر ټرمپ دغسې یو پلان تصویب هم کړي، د دې تمه نه کېږي چې د مې په ۲۵ په بروکسل کې د ناټو ترسرمشریزې مخکې دې په دې اړه پریکړه وکړي.

د نیوزویک په لیکنه دغه مسئله به د ولسمشر ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ دوکتورین چې د بدلون په حال کې دی، تر پوښتنې لاندې را ولي.

د خپرونې په وینا دغه دوکتورین به تر ډېره د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې لپاره په لومړني طرزالعمل متمرکزوي نه په یوې بهرنۍ جګړې د جدي ژمنو.

نیوزویک لیکي:

که افغانستان ته نور سرتېري واستول شوي هم ښایي په دې هېواد کې چې له دوه زره زیات امریکایي سرتېري وژل شوي او شل زره نور ټپیان شوي دي، په حالاتو کې اساسي بدلون رانه ولي.

فارن پالیسي:

فارن پالیسي خپرونې هم د افغانستان جګړې ته پام اړولی او لیکي، ولسمشر ټرمپ به د ولسمشرپه توګه د دندې ترپیلېدو وروسته په خپل لومړني بهرني سفر کې د ناټو پر متحدینو فشار راولي چې خپل دفاعي لګښتونه زیات کړي او د افغانستان په جګړه کې له دې زیاته پانګونه وکړي.

د خپرونې په وینا د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مک‎مستر د تیرې جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ د بهرني سفر د اجنډا د تشریح پر مهال وویل، د ټرمپ پیغام به پر دې ټڼیګار وکړي چې د ناټو د دفاعي لګښتونو برخه کې دې د دې تړون غړي په عادلانه توګه خپلې ونډې زیاتې کړي.

د مک‎مسټرپه وینا موږ ټول باید په افغانستان کې خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره ژمن پاتې شو.

XS
SM
MD
LG