د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۹

د فرانسې نوي ولسمشر «مکرون» د وفادارۍ لوړه وکړه


امانوئل مکرون نن یکشنبه رسماً د فرانسې جمهور رئیس شو، ۳۹ کلن مکرون په پاریس کې وینا وکړه او ویې‌ویل چې د ټولو فرانسویانو د یووالي لپاره به هڅه وکړي.

له الیزه ماڼۍ سره پخواني ولسمشر فرانسوا اولاند خدای پاماني وکړه او نوی واکمن امانوئل مکرون ورته راغی.

اولاند د کار په وروستۍ ورځ د فرانسې د اټمي راکټونو د توغولو "کودونه" خپل ځوان ځای ناستي ته وسپارل.

مکرون چې د لوړې تر مراسمو وروسته خبرې وکړې د فرانسې د ټولو خلکو د یووالي ژمنه‌یې وکړه.

د "مخ په وړاندې، ان مارش" سیاسي غورځنګ او د فرانسې دغه ځوان ولسمشر همداراز په نړیوالو چارو کې هم د فرانسې د ونډې اخیستلو ډاډ ورکړ.

هغه وویل چې د کډوالۍ، اقلیمي، بدلونونو او ترورېزم له امله د رامنځته شویو ستونزو د هواري په خاطر به په وخت ګام پورته کړي:

"په نړۍ کې د فرانسې ماموریت ډېر مهم دی، موږ به د اوسنۍ زمانې د رامنځته شویو ستونزو لکه کډوالۍ کړکېچ، اقلیمي بدلون، انحصار غوښتنه، کپټلزم او ترورېزم په وړاندې په خپل وار ښه ځواب ورکړو."

د فرانسې پخوانی ولسمشر اولاند له نوي ولسمشر مکرون سره د خدای په امانۍ پر مهال.
د فرانسې پخوانی ولسمشر اولاند له نوي ولسمشر مکرون سره د خدای په امانۍ پر مهال.

امانوئل مکرون د فرانسې د جمهوري ریاست په دوهم دور انتخاباتو کې چې د مې په اوومه ترسره شول ۶۶ فیصده رأیې وګټلې او خپلې سیالې د ملي جبهې ګوند محافظه‌کارې کاندیدې مارین لوپن ته‌یې ماته ورکړه.

د فرانسې تر ټولو ځوان ولسمشر که څه هم زیاته سیاسي سابقه نه‌لري یوازې یوه دوره‌یې د فرانسوا اولاند په ولسمشرۍ کې د اقتصاد د وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

مکرون د ان مارش ګوند اساس د تېر کال په اپرېل میاشت کې کېښود او د اقتصاد وزارت له څوکۍ تر استعفی وروسته‌یې خپلو سیاسي فعالیتونو ته زور ورکړ.

داسې تمې دي چې د مکرون ګوند به د جون میاشتې په انتخاباتو کې چې د پارلمان مقننه قوې لپاره کېږي اکثریت څوکۍ وګټي.

امانوئل مکرون په داسې وخت کې د فرانسې جمهور رئیس شو چې دا هېواد د اوزګارۍ، له سخت دریځو اسلام‌پالو سره د مبارزې او د فرانسې د خلکو تر منځ د ډېر واټن په څېر له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

خو ځوان ولسمشر نن ژمنه وکړه چې کرار کرار خو په دوامداره توګه به د دغو ستونزو د هواري لپاره مبارزه وکړي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG