د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۵

ايران او سعودي سنیګال کې د مذهبي نفوذ لپاره هڅې کوي


ايران او سعودي عربستان په سنیګال کې د مذهبي نفوذ لپاره هڅې کوي.د سنيګال په تر ټولو عالي سیمه کې د المصطفی پوهنتون يوه څانګه فعالیت کوي او شيعه مسلمانانو ته د يو شمېر مضامينو تر څنګ د نوي ټکنالوژي زده کړې هم ورکوي.

د المصطفی پوهنتون د دې څانګې رئيس يو ايرانی دی او د ايران د مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي عکس يې د خپل دفتر پر دېوال ځړولی دی.

د سنيګال د مصطفی پوهنتون په دې څانګه کې چې کوم مضامين ورته ويل کېږي په هغو کې د ايران د تاریخ او کلتور، اسلامي ساينس او فارسي ژبې مضامین شامل دي. د دې پوهنتون محصلان وړيا ډوډۍ او مالي مرستې هم تر لاسه کوي.

دا پوهنتون په صوفي مذهبي اکثريت لرونکي سنیګال کې د شيعه‎ګانو يوه بېلګه ده.

په سنيګال کې ډېری مسلمانان صوفي اسلام مني چې ډېر ارام او غير سياسي اسلامي لاره ده.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په دغه پنځلس میليونه نفوس لرونکي هېواد کې چې له ۳۰ تر ۵۰ زرو شيعه ګان لري، ایران د مذهبي نفوذ لپاره هلته د زده‎کړو مرکزونه جوړ کړي دي.

د ازادي راډيو د ايران څانګې خبريال قدرت شهيدي د ایران د اسلامي رژيم هڅو ته په اشاره وايي، نه یوازې په سنيګال کې بلکه د نړۍ او سيمې په ګڼ شمېر هېوادونو کې ايران ورته کارونه کوي.

نوموړی وايي:

"جمهوري اسلامي ايران د ايت الله علي خامنه اي په وخت کې دا مسئله مطرح کړه چې اسلامي انقلاب بايد صادر شي. په لومړيو کلونو کې يې د دې کار لپاره اقدامات هم کول چې په تدريجي توګه ورو شول خو د محمود احمدي نژاد د ولسمشرۍ د دورې پر مهال دغه فعاليتونه زيات شول او المصطفی پوهنتون له هغو نهادونو څخه دی چې اصلاً د دې کار لپاره تاسيس شوی. اوس هم په پنځوسو بهرنیو هېوادونو کې څانګې لري. ايران په ځينو هېوادونو لکه سوماليه، افغانستان، لاتين امریکا او د سیمې په ځينې نورو هېوادونو کې نورې ادارې او موسسات جوړ کړي چې ځوانانو ته د شيعه اسلام د قوانينو د زده‎کړو په برخه کې کار کوي."

ایا د جمهوري اسلامي ايران د رژيم هڅې يوازې د مذهبي نفوذ لپاره دې که ورسره نور اهداف هم لري؟

په ۲۰۱۰میلادي کال کې د نايجريا په لاګوس ساحل کې د ايران د وسلو يو بار ونيول شو چې سنيګال پرې شک کاوه چې د دغه هېواد ياغيانو ته لېږل شوې وې.

د سنيګال پلازمينې ډاکار له ايران سره هر ډول روابط د مؤقت مودې لپاره قطع کړل.

په ۲۰۱۶میلادي کال کې المصطفی پوهنتون ته ځانګړې شوې بودجه شاوخوا ۲۴ میليارده رياله ده چې د ۷۴ میليونه ډالرو په برابر ده.

د سنيګال صوفي مذهبي وايي چې دوی له سیاسته لېرې دي خو سلفيزم او وهابيزم د سني مذهب سخت دريځې لارې ګڼل کېږي.

سعودي عربستان، قطر، دوبۍ او کويټ په سنيګال کې د سلفيانو لپاره جوماتونه تمويل کوي او تراوسه يې لسګونه میلیونه ډالر ورته ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG