د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

تهران کې کارګره طبقه ولسمشريزو انتخاباتو ته لېواله نه‎ده


په تهران کې کارګره طبقه راتلونکو ولسمشريزو انتخاباتو ته لېواله نه‎ده.

له تېرو څلورو کلونو راهيسې د ايران ولسمشر حسن روحاني هڅې کړي چې ايران له نړۍ سره د بيا یوځای کولو هڅې کړي خو د تهران په جنوب کې د مولاوي ښار اوسېدونکې وايي چې د دولت پلانونو د دوی پر ژوند ډېر اغېز نه‎دی کړی.

مولاوي ښار يو وخت سوداګريز مرکز وو خو اوس يې پر دوکانو بېروبار نه‎وي.

يوه دوکاندار فرانسې خبري اژانس ته ويلي:

"زه راتلونکې کې څه ځانګړی تغير نه وينم چې هرڅوک ولسمشر شي. زه به رأيې ورکړم خو پوهېږم کوم تغير نه‎شي راوستلای."

د تهران شمال کې بيا رنګارنګ دوکانونه او بېروبار وي. چارواکي بېره لري چې په بې وزلو سیمو کې رايې ورکوونکې به د مې د ۱۹مې په انتخاباتو کې دومره ګډون ونه کړي لکه څومره چې باید وکړي او دا به د رژيم مشروعيت ته د ګوزار په مانا وي.

اوسېدونکې وایي، دوی د شپږو واړو کانديدانو له خوا له پامه غورځول شوي دي.

دغه کانديدان د شورای نګهبان له خوا تائيد شوي چې د راتلونکې جمعې د ورځې په انتخاباتو کې ګدون وکړي.

د فرانسې خبري اژانس لیکي چې په ځايي بازار کې کار یو دوکاندار چې محسن نوميږي، د ايران په تلويزیوني مناظره کې يې ويلي چې هېڅ څوک د بې وزلو او لیري پرتو سیمو د خلکو په اړه خبرې نه‎کوي.

د روحاني حکومت د توکو لوړو بيو ته د پای ټکې ايښی دی او د هغو نړیوالو بنديزونو په اړه یې مذاکرات کړي چې لويديځ هېوادونو د ايران د اټمي پرګرام په خاطر پر دې هېواد لګولي دي.

خو محسن وايي چې ټولنيز محدوديتونه او د ايران پوليس اوس هم هغومره د خلکو پر ژوند اغېز لري لکه پخوا او دا سربېره پر هغو ژمنو چې روحاني د ټولنې د ازادولو په اړه کړې وې.

محسن پر هغه بنديز انتقاد کړی چې دې وروستيو کې په تاریخي مشهد ښار کې پر کنسرتونو او کافې ګانو لګېدلی دی.

ده وويل چې د ده موټرد یوې مياشتې لپاره ځکه ضبط شو چې د موسيقي غږ يې وروسته له هغه لوړ کړی وو چې د ده ټيم د فوټبال لوبه وګټله.

ځیني اوسېدونکې اوس هم تر روحاني د مخکېني ولسمشر محمود احمدي نژاد د حکومت وختونه ستايي او وايي چې هغه په ايران کې ډېرې پرمختیايي پروژې پيل کړي که څه هم د توکو بيې لوړې شوي او تهران له داسې ودانیو ډک شو چې هېڅ چا نه کارولې.

خو شورای نګهبان په اپرېل مياشت کې پر احمدي نژاد او سلګونو نور بنديز ولګاوه چې غوښتل يې په دغو ټاکنو کې کانديدان شي.

XS
SM
MD
LG