د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۶

دفاع وزارت: د افغان ځواکونو پیاوړتیا لپاره د امریکا د هر اقدام هرکلی کوو


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د افغان ځواکونو د پیاوړتیا په خاطر د امریکا د متحده ایالاتو د هر ډول اقدام هرکلی کوي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نن ازادي راډیو ته وویل که افغانستان ته د ۳۰۰۰ نورو امریکايي سرتېرو د راستولو طرحه تائيد شي نو کولای شي د اړتیا په صورت کې له افغان ځواکونو سره همکاري وکړي.

افغانستان ته د ۳۰۰۰ نورو امریکايي سرتېرو د استولو په اړه د یو شمېر امریکايي رسنیو له راپورونو وروسته د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د افغان ځواکونو د پیاوړتیا په خاطر د امریکا د متحده ایالاتو د هر ډول اقدام هرکلی کوي.

د دې وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې که دغه وړاندیز شوې طرحه تائيد شي نو د پوځي وړتیاوو د لوړولو لپاره به ترې ګټه واخیستل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"ښه تر دې دمه خو دا لا یوه طرحه ده، تر اوسه لا په دې اړه پرېکړه نه‌ده شوې خو هغه څه چې افغان دولت او د امریکا متحده ایالاتو پرې پرېکړه کړې او یا پرې پرېکړه کوي موږ يې هرکلی کوو."

ښاغلي رادمنش وویل اوس‌مهال د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، مشورې ورکولو او د مخالفو وسله‌والو د پټن‌ځایونو په له‌منځه وړلو کې له پرمختللې ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې امریکايي پوځيانو ته اړتیا ده.

هغه وايي، د هغې هوکړې پر اساس چې افغان حکومت‌يې د امریکا د متحده ایالاتو سره لري دا هېواد اماده دی چې پوځي برخه کې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې امریکا د روانې میلادي میاشتې تر ۱۵مې نېټې د افغانستان لپاره خپله نوې ستراتیژي اعلان کړي.

تر اوسه معلومه نه‌ده چې په دې ستراتیژي کې به کوم موارد شامل وي، خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا او تجهیز او د کومانډو ځواکونو روزنه‌يې لومړۍ او اساسي غوښتنې دي.

سره له دې چې یو شمېر پوځي کارپوهان باور لري چې د افغانستان اوسني امنیتي وضعیت ته په کتو په‌ کار ده چې امریکا نور پوځیان دې هېواد ته راواستوي، خو د ولسي جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي وايي، د نورو پوځيانو د راستولو پر ځای دا غوره ده چې د افغان ځواکونو پر پیاوړتیا فکر وشي.

عبدالقادر ځاځی.
عبدالقادر ځاځی.

د دې جرګې منشي قادر ځاځي په دې اړه وویل:

"د دې پر ځای چې ۳۰۰۰ نور امریکايي عسکر په افغانستان کې ولرو دا ګټوره ده چې همدا لګښتونه پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ولګول شي، جنګي الوتکې، ټانګونه او توپونه دې پرې ورته واخیستل شي دا کار به د نورو امریکايي عسکرو له راستولو غوره وي."

بل‌خوا د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي چارو کمېسیون رئیس هاشم الکوزی هم وايي چې که نور امریکايي سرتېري افغانستان ته راواستول شي نو باید خپل کارونه له افغان امنیتي بنسټونو سره په مشوره مخ ته یوسي.

دې وايي، له دې ورهاخوا به افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو راتګ د ګټې پر ځای د جنګ د زیاتوالي او د همغږۍ د نه‌موجودیت لامل شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG