د جرمني پولیسو دوهم مشکوک سرتېری نيولی دی.
فدرال څارنوال ويلي چې دغه سرتېری پر سياستوالو په احتمالي حمله کې د لاس درلودو په شک نیول شوی چې غوښتليې د دې حملې پړه پر پناه غوښتونکو واچوي.
دې قضيې جرمنيان حيران کړي او د جرمني په اردو کې د افراطي ښي اړخو د شتون په اړهيې بحث رامنځته کړی دی.
د جرمني څارنوال د سې شنبې په ورځ په دې قضیه کې د درېیم مشکوک کس په اړه ويلي چې ۲۷ کلن دی او د ماکسيميليان ټي په نوم پېژندل شوی دی.
د څارنوالۍ په يوه اعلامیه کې راغلي چې مشکوک کس د دولت پر وړاندې له تاوتريخوالي ډک اقدام په پلانولو کې مشکوک دی.
د جرمني پخواني ولسمشر یواخيم ګواک او د دې هېواد د عدليې وزير هايکو ماس نومونه د دغو مشکوکو کسانو په هدفي لېست کې شامل وو.
څارنوالۍ ويلي چې مشکوکو کسانو غوښتل داسې حمله وکړي چې دا د اسلامي سخت دريځو کار وبلل شي.
لومړی سرتېری او محصل دوه اوونۍ مخکې ونیول شول.
دوی د فرانکو اي او ماتياس اف په نوم معرفي شوي دي.
جرمني رسنۍ راپور ورکوي چې ماکسيميليان ټي ته په لومړيو کې د دې قضيې د شاهد په توګه کتل کېدل خو وروسته په مشکوک کس بدل شو چې پوليسو په فرانسه او جرمني کې د اپرېل په شپږويشتمه د استوګنې يو شمېر ځايونه تلاشي کړل.
شپيګل مجلې له فرانکو اي سره اړوندو نيول شويو موادو ته اشاره کړې ده.
په دغو موادو کې د حملې جزئیات او د عدليې د وزير پته هم وه.
د راپور له مخې، دوی د وسلو یو فهرست او د هغوی بيه هم تر لاسه کړې ده.
د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل د سې شنبې په ورځ له خپل محافظهکاره همکار او د دې هېواد د دفاع وزير اورزولا وون دیرلاين دفاع کړې ده چې ورباندې د دې قضيې په اړه انتقادونه وو.
منتقدين وايي چې د جرمني د دفاع وزير په غیر مستقيمه توګه ويلي چې ډېری سرتېري ښي اړخي افرطیان دي چې د دوی په وينا دا سمه خبره نهده.
دې قضيې د پناه غوښتونکو د نوم ثبتولو د مرکزونو د کارکوونکو پر کفايت او توان پوښتنې پورته کړې دي.
فرانکو اي چې په فرانسه کې په ځای پر ځای یوه قطعه کې دنده تر سره کړې ده، له جعلي هويت څخه په استفادهيې د يوه سوري پناه غوښتونکي نوم ثبت کړی دی او وروسته په باواريا ايالت کې د پناه غوښتونکو يوه مرکز ته ننووت.
دغه سرتېری مخکې د جنورۍ په پای کې د وايانا د هوايي ډګر په تشناب کې د غير قانوني وسلو پټولو په تور نيول شوی وو.
د جرمني دفاع وزیر ويلي چې فرانکو اي غوښتل پر ټوپک د يوه سوري پناه غوښتونکي د ګوتو چاپ ولري.
د اورزولا وون ديرلاين په وينا، دغه کس غوښتل دا ټوپک په يوه احتمالي حمله کې وکاروي او وروسته د پيښې له ځايه وتښتي.