د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

هنګري کې ۱۱تنه د لسګونه کډوالو په مړینې تورن شول


هنګري څارنوالانو یوولس کسان د لسګونه کډوالو د مړینې په قضیه کې تورن کړي.

دې کډوالو چې د هنګري له لارې لوېدیځې اروپا ته روان وو او د قاچاقبرانو له خوا په یوه لارۍ کې اچول شوي وو، د هوا د نشتوالي له کبله سا ورکړه.

دې بانډ په تورو تیارو لاریو کې چې اکسیجن یې نه درلود ګڼ شمېر کډوال په غیرانساني شرایطو لوېدیځې اروپا ته لېږدول.

په هنګري کې د ۷۱ کډوالو د مړینې د قضیې په تورنو کسانو کې د هغې لارۍ ډریور هم شامل دی چې دا کډوال یې په قاچاقي ډول له هنګري څخه اتریش ته لېږدول.

هنګري څارنوالانو په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي، په لارۍ کې بار مسافرو له نیم ساعت مزل وروسته چیغې او پر بندو دروازو او اوسپنزو دېوالونو وهل پیل کړل او نارې یې وهلې چې اکسیجن یې په خلاصېدو دی، خو ډریور او په تعقیبي موټر کې ناستو قاچاقبرانو سره له دې چې چیغې اورېدلې، هېڅ مرسته یې ونه کړه.

د څارنوالانو په وینا قاچاقبرانو د بانډ مشر له ستونزې خبر کړ خو هغه ورته د درېدلو اجازه ورنه کړه.

څارنوالان دا لارۍ د مرګ د لارۍ په نوم یادوي.

دوی وايي چې د لارۍ ډریور له درې ساعته مزل وروسته د اتریش په خاوره کې پر څلورم نمبر لویه لاره ودرېد او په تعقیبي موټر کې بېرته هنګري ته ستون شو.

قاچاقبرانو د دې ورځې په سبا ۶۷ نور کډوال په یو بله لارۍ کې چې هغې هم د هوا د تصفیې وسایل نه درلودل، بیا په قاچاقي ډول اتریش ته واړول خو دا ځل کډوالو دروازه ماته کړه او ټول ژوندي پاتې شول.

څارنوالان وايي د دې بانډ مشر یو افغان دی چې دیرش کاله عمر لري.

د دوی په وینا د دې عملیاتو لګښت همدې افغان ورکاوه خو د کډوالو د ترانسپورټ د شبکې مشر یو ۳۱ کلن بلغاریایی دی چې دوه ملګري ډریوران یې هم بلغاریایان وو.

دا پیښه د ۲۰۱۵ کال په اګست میاشت کې وشوه او په دې لارۍ کې د ټولو سپرو کسانو مړي هغه مهال وموندل شول چې اتریش ته ورسېدل.

په دې قضیه کې څلور کسان په قتل او د دې څلورو په ګډون ټول یوولس کسان د انسانانو په قاچاق تورن شوي دي.

یعنې څلور تنه د ۷۱ کډوالو په مړینه کې په مستقیم لاس لرلو او پاتې د هغې شبکې په ملاتړ تورن دي چې د انسانانو د قاچاق له درکه یې سلګونه زره یورو ترلاسه کړي دي.

څارنوالان وايي چې په قضیه کې د څلورو تورنو کسانو لپاره ښايي د عمري بند سزا غوښتنه وکړي.

د ټولو ۱۱ تورنو له ډلې ۹ کسان نیول شوي او د ۲ نورو لټون دوام لري.

هنګري څارنوالانو ویلي، د دې بانډ غړیو هغه کډوال چې په ۲۰۱۵ کال کې د بالکان هېوادونو ته رسېدلي وو، په قاچاقي ډول لوېدیځې اروپا ته لېږدول او په دې ترڅ کې یې د فبروري او اګست میاشتو ترمینځ پر دې لاره یودېرش ځلې تګ راتګ کړی دی.

د هنګري څارنوالانو د معلوماتو له مخې دې بانډ له دولس سوو زیات کډوال له دې لارې لوېدیځې اروپا ته قاچاق کړي او د دوی افغان مشر له دې درکه لږترلږه درې لکه یورو وګټلې.

XS
SM
MD
LG