د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۳

ترکمن پلاوي د افغانستان وضعیت په اړه خپله اندېښنه غني سره شریکه کړه


د ترکمنستان پلاوي په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره وکتل او د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه‌یې اندېښنه څرګنده کړه.

د ترکمنستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره د کتلو پر مهال وویل چې د افغانستان امنیت د عشق‎اباد هیله ده.

رشید مرادوف زیاته کړه چې کله د افغانستان د امنیت په باره کې ناسمې خبرې اوري ترکمنستان اندېښمن کېږي.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال ازادي راډیو ته وویل چې جمهور رئیس د امنیت برخه کې د ترکمنستان پلاوي ته ډاډ ورکړ.

نوموړي وویل:

"د هېواد ولسمشر دغه پلاوي ته وویل چې د افغانستان حکومت له ناټو او نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ څلور کلن امنیتي پلان جوړ کړی دی چې راتلونکو څلورو کلونو کې به د مشخصو اهدافو لپاره کار کوي. په څلورو کلونو کې به زموږ د ځانګړو ځواکونو شمېر دوه برابره کېږي او زموږ د هوایي ځواکونو عملیاتي ظرفیت به لوړ شي او د هېواد اکثره ناامنه سیمې به د حکومت تر واک لاندې راځي."

مینه‎پال: جمهور رئیس د امنیت برخه کې د ترکمنستان پلاوي ته ډاډ ورکړ.
مینه‎پال: جمهور رئیس د امنیت برخه کې د ترکمنستان پلاوي ته ډاډ ورکړ.

په ارګ کې د چهارشنبې ورځې غونډه کې د افغانستان ولسمشر ټاپي پروژه یاده کړه او د اقینې د بندر د پرانیستو مسئلې ته‌یې اشاره وکړه.

مینه‌پال وایي:

"ولسمشر د ټاپي د کارونو د پرمختګ په اړه، د اقینې بندر د پرانیستلو، تر تورغونډۍ بندر پورې د رېل د کرښې د رارسېدلو په خاطر له هغوی څخه مننه وکړه او دا یې په سیمه کې د دواړو هېوادو تر منځ د پراخو همکاریو څرګند دلایل وبلل."

د ترکمنستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر هم د ټاپي پر اهمیت خبرې وکړې او ویې‌ویل چې د دې پروژې له پلي کېدو سره به په سیمه کې اقتصادي همکارۍ پراخې شي او امنیت به هم ورسره ټینګ شي.

ټاپي پروژه د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر په ۱۳مه په ترکمنستان کې د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو رسماً پرانیسته.

پر دې پایپ لاین کار روان دی او کله چې ۱۴۷ کېلو متره په ترکمنستان کې بشپړ شي د افغانستان خاورې ته به داخل شي او د هرات، فراه، هلمند او کندهار د ولایتونو له لارې به پاکستان ته او بیا هند ته ګاز انتقال کړي.

په افغانستان کې د دې پروژې د سروې، ډیزاین او د انجنیري کارونه د (ای- اېل- اېف) په نوم یوه جرمني شرکت ته سپارل شوي دي.

XS
SM
MD
LG