د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۰

نامتو سویسي غر ختونکي «اولي ستیک» له رالوېدو وروسته ساه ورکړه


یو نامتو سویسی غر ختونکی نن سهار په داسې حال کې مړ شو چې د نړۍ د ټولو لوړ غره څوکې اېورېسټ «Everest» ته روان و.

څلوېښت کلن اولي ستېک «Ueli Steck» د یکشنبې ورځې په سهار په داسې حال کې چې په نیپال کې د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې اېورېسټ «Everest» ته د ختو لپاره‌یې تیاري نیوله مړ شو.

د اوو څوکو د سفر «Summits Treks Seven» په نوم شرکت چې اېورېسټ ته د ستېک د ختو چارې یې تنظیمولې وايي، نوموړی له یوې بلې ټیټې څوکې څخه د غره تر لمنې پورې راوښویېد او ساه‌یې وخته.

روېټرز خبري اژانس د دې شرکت د یوه مسؤل مشر مینګما شیرپا «Mingma Sherpa» له قوله راپور ورکوي چې وايي، ستېک په راروانه مې میاشت کې د اېورېسټ څوکې ته د ختو له پلان مخکې هلته تمرین کاوه.

شیرپا وايي د ستېک مړی موندل شوی او د نیپال پلازمېنې کتمندو ته استول شوی دی.

د نیپال د ګرځندوی ادارې یو چارواکي کمال پرسا پاراجولي د اېورېسټ څوکې ته د ختو لپاره د تیاري پر مهال د دې تجربه‌کار سویسي غره ختونکي د مړینې خبر تائید کړی دی.

اوس‌مهال سلګونه غره ختونکي اته زره اته سوه پنځوس ۸۸۵۰ متره لوړې اېورېسټ څوکې ته د ختو په فصل کې په هغو کمپونو کې دېره دي چې د ګرځندوی د ادارو په مرسته چمتو شوي دي.

د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې اېورېسټ ته د ختو فصل هر کال په مارچ کې پیلېږي او په مې کې پای ته رسېږي.

هر کال په مې میاشت کې چې غره ته د ختو لپاره د ګوتو په شمار ورځې لري، د هیمالیا د غرونو دې څوکې ته د ختو په نیت سلګونه بهرني غره ختونکي په کمپونو کې راټولېږي.

ستېک غره ته په ختو کې د چټکوالي له کبله د خپل نسل یو له څو نامتو غر ختونکو څخه و چې په ۲ ساعته او ۴۰ دقیقو کې د ایګر «Eiger» په نوم د الپ غره څوکې ته له پړي پرته د ختو په ګډون څو نړیوال ریکارډونه‌یې درلودل.

XS
SM
MD
LG