د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۴۸

د هندي سینما نامتو فلم ستوری "ونود کهنه" ومړ 

د هندي سینما "بالیووډ" نامتو فیلم ستوری او هندي سیاستوال ونود کهنه په ۷۰ کلنۍ کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

هندي رسنۍ "انډین ایکسپريس" د راپور له مخې، ونود کهنه له تېرې ډېرې مودې راهیسې ناروغه او د ممبۍ په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و چې د پنجشنبې په ورځ یې په همدې روغتون کې ساه ورکړه.

ویکیپیډیا معلوماتي ويب پاڼې د ونود کهنه په اړه لیکي:

"ونود کهنه به ۱۹۴۶میلادي کال په اکتوبر کې په پېښور کې زېږیدلی و چې بیا وروسته د هندوستان تر تقسمېدو او د پاکستان تر جوړېدو وروسته یې کورنۍ هندوستان ته لاړه."

کهنه په ۱۹۶۶میلادي کال کې هندي سینما ته مخه کړه او په لومړی ځل په "ما کی میت" فلم کې د بدمعاش په بڼه راځرګند شو، خو بیا وروسته یې د خپلې جذابې څېرې له امله د فلم جوړېدونکو پام ځان ته راواړوه او په ګڼ شمېر فلمونو کې یې د هیرو یا اتل په توګه کار وکړ.

که څه هم ونود کهنه تر ۱۴۰ زیاتو هندي فلمونو کې کار کړی، خو د هغه مشهور فلمونو کې امر اکبر انتهوني، پرورش، هیرا پهیری، مقدر کا سکندر، خون پسینا، هتیارا او دوست او دشمن نومېږي.

د هندي سینما ګڼ شمېر فلم ستورو په ټولنېزې رسنۍ ټویټر کې پر خپلو پاڼو د ونود کهنه په مړینې خواشینې ښودلې او د هغه مړینه یې د هندی سینما لپاره ستر زیان بللی دی.

نوموړي د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۵میلادي کال کې له شاه رخ خان سره د "دلوالی" فلم کې کار کړی و چې پر هند سربېره یې په امریکا، انګلستان او ګڼو اروپايي هېوادونو کې ډېر بزنس وکړ.

ونود کهنه د فلم ستوري ترڅنګ سیاستوال هم و او له ۱۹۹۷میلادي کال کې راهیسې یې د هندوستان د "بهارتیا جنتا پارټی BJP" له خوا د پنجاب په ګرداس پور کې په ټاکنو کې برخه اخېستې وه چې څلور ځله یې ټاکنې ګټلې وې او د وزارت ترڅنګ یې په یو شمېر حکومتي څوکیو دنده هم ترسره کړې وه.

د یادونې وړ ده چې ونود کهنه د خپلو فلمي کارونو له امله ډېر ایوارډونه او جایزې هم ګټلې وې.

راپور: ذبیح مومند

This item is part of
XS
SM
MD
LG