د جلالاباد ښار د بهسود پُل ته څېرمه د دوه نیم میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د کرکټ معياري نړیوال لوبغالي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په همدې تړاو د چهارشنبې په ورځ په جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل وويل، ننګرهار د کرکټ کور دی او په همدې خاطر يې دې ولایت ته توجه زیاته ده.
نوموړي وويل، په پام کې لري چې په راتلوونکي کې په دې ولایت کې د کرکټ ملي اکاډمي هم جوړه کړي.
نوموړي وویل:
"له دې سره-سره چې دلته یو سټډیوم وجود لري موږ د دویم نړیوال سټډیوم د جوړولو ډبره کېښوده دا ښکاروندی کوي چې موږ دې ولایت ته ډېر پام کوو او د دې ترڅنګ موږ به په دې ولایت کې ملي اکاډمي هم جوړه کړو."
په دې پرانېست غونډه کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، کومه سیمه يې چې د کرکټ لوبغالي ته ځانګړې کړې د جلالاباد ښار په ماسټر پلان کې شنه او تفریحي سیمه ده.
نوموړي وويل، د دې لوبغالي په جوړېدو سره به په ټول هېواد کې کرکټ پرمختګ وکړي:
"موږ به ورته هر ډول سهولتونه چې دې میدان ته پکار وي هغه ورته برابر وو ځکه دا ميدان یوازې ننګرهار لپاره نه بلکې د ټول هېواد لپاره دی او اند نړیوالې لوبې به په کې کېږي."
د کرکټ بورډ د ادارې د معلوماتو له مخې دغه نړیوال لوبغالی په ۲۵ جریبه ځمکه کې د دوو کلونو په موده کې په نړیوالو معيارونو برابر جوړېږي چې شاوخوا دوه نیم ميلیونه امریکايي ډالره لګښت به پرې راشي.
ننګرهار ـ شاه محمود شینواری