د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسؤلین وايي، د نوري فائبر د شبکې په وسیله د چین سره د افغانستان نښلېدل به افغانستان د معلوماتو د ټرانزیت په مرکز بدل کړي.
د هغه تړون له مخې چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د چین ترمنځ لاسلیک شوی د افغانستان د نوري فائبر شبکه د واخان بندر له لارې له چین سره نښلي چې افغانستان به د معلوماتو د ټرانزیت په مرکزبدل کړي.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزير سيد احمد شاه سادات د جمعې په ورځ په کابل کې د يوې خبري ناستې پرمهال وویل چې د دغه پروژې په پلې کېدو سره به افغانستان د ډيټا د لېږد په بدل کې د عوایدو ترڅنګ ارزانه انټرنیټ هم ترلاسه کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"دغه پروژه به افغانستان په ډیجټل هب بدل کړي او په میلونونه ډالر به د ډيټا د ټرانزیت له لارې د افغانستان بودجې ته راشي، داخلي انټرنیټي خدمات به ارزانه شي او ډېرو افغانانو ته به د کار زمینه برابره شي."
د ښاغلي سادات د معلوماتو له مخې د دغه پروژې چارې به په ۲۰۱۷ میلادي کال کې بشپړ او عملي کار به یې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې پېل شي.
د دغه پروژې لګښت چې ۵۰ میلیونه امریکايي ډالر اټکل شوی چې د نړیوال بانک د ډيجیټل کاسا د پروژې لخوا ورکول کېږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې د یاد تړون له مخې به د چين له کاشغر څخه د واخان بندر له لارې به شااوخوا ۴۸۰ کېلومتره نوري فايبر لين د بدخشان ولايت تر مرکز فيض اباد ښاره پورې وغځول شي.
د دوی په خبره د نوري فائبر په وسیله د افغانستان او چین نښلېدل به د ورېښمو ډيجيټلي لار په جوړولو کې خورا مهم رول ولري چې افغانستان به له دې لارې د اروپا او افریقا ترڅنګ د يو شمېر اسیايي هېوادونو لکه پاکستان، هند، ایران، ازبکستان، چین، تاجکستان، ترکمنستان او يو شمېر نورو هېوادونو سر هم وصل کړي.
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو يو شمېر کارپوهان هم د افغانستان او چین ترمنځ د دغه لاسلیک شوي تړون هرکلی کوي او په دې برخه کې پر دوامدارو همکاریو ټینګار کوي.
له دې ډلې عبدالقادر جیلاني وايي چین د نوې ټکنالوژۍ په برخه کې يو پرمختللی هېواد دی او په دې برخه کې د افغانستان سره ښه همکاري کولای شي.
نوموړي زیاته کړه:
"که د ټکنالوژۍ ډګر ته وګورو نه چین ډېرې مخکې دی او ډېر پرمختللي وسایل لري، نو دوی سره موږ يوازې دا نه چې د مخابراتو او نوې ټکنالوژۍ په برخه کې بلکه د صنعت، تولیداتو،د ساختماني، انجنیرۍ او د کانونو د استخراج په برخه کې تړنونه ولرو نو ښه ده."
ښاغلی جیلاني وايي، افغان حکومت ته په کار ده چې د چین سره شوي تړنونه په ښه توګه مدیریت کړي څو دغه پروژې د اوږد مهال لپاره دوام پیدا کړي.
دی وايي، سرپرستان او ټيټ پوړي چارواکي نشي کولای چې د چین او نورو هېوادونو سره د افغانستان دوامداره او ګټورې اړیکې ټینګې کړي او د هېواد لومړیتوبونه په ښه شان درک کړي.
راپور: واصل وصال