د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

چیني او ایراني شرکتونه د «اراک پروژې» تړون لاسلیک کوي


ټاکل شوې د چین او ایران شرکتونه د روانې اوونۍ په پای کې د ایران د یوې اټمي دستګاه د بیا ډیزاینولو په اړه لومړني سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي.

دا د هغه اټمي تړون یوه برخه ده چې په ۲۰۱۵ کال کې د تهران او د نړۍ د سترو اقتصادي هېوادونو ترمنځ لاسلیک شو.

د اراک ریکتور برخلیک له نړیوالو سره د ایران د اټمي مذاکراتو یوه تر ټولو ستونزمنه برخه وه چې بلاخره له امریکا، بریتانیا، فرانسې، چین، روسیې او جرمني سره د تهران د اټمي موافقې په لاسلیک تمام شو.

د دغې موافقې له مخې د درنو اوبو دغه ریکتور به داسې ډول بیا ډیزاین شي چې هغه پلاتینیوم چې د اټمي بم د جوړېدو لپاره کارول کېږي، پکي ونه ساتل شي.

د نړۍ هغه شپږ هېوادونه چې د ایران په اټمي مذاکراتو کې ښکېل دي، یو ځانګړی کاري ګروپ جوړ کړی وو چې د چین او امریکا لخوا یې په ګډه مشري کېږي او دوی به د دې ریکتور د بیا ډیزاین چاري پر مخ وړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لو کانګ Lu Kang د پنجشنبې په ورځ په پیکنګ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د بیا ډیزاین په اړه د قرار داد لومړنۍ موافقې په پیکنګ کې شوي او پاته برخه به یې د یکشنبې په ورځ لاسلیک شي:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لو کانګ.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لو کانګ.

"د ایران او چین د ګډو هڅو په نتیجه کې د دواړو هېوادونو کمپنیو په وروستیو کې د اراک په نوم درنو اوبو ریکتور د بیاډیزاین کولو سوداګریز تړون لومړۍ برخه لاسلیک کړه، د تړون وروستۍ برخه به د اپریل پر ۲۳ رسماً په ویانا کې لاسلیک شي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه قرارداد لاسلیک کول به د دې پروژې د پیل لپاره مناسب شرایط رامنځته کړي.

ایران ویلي د درنو اوبو دغه ریکتور د سرطان ناروغۍ او نورو طبي درملنو لپاره د موادو د تولید په هدف جوړ شوی وو او په وار وار یې ویلي چې د اټمي وسلې د جوړولو نیت نه لري.

د اراک پروژې د قراردادونو اعلان داسې مهال شوی چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ایران په منځني ختیځ کې د هېوادونو د بې ثباتۍ په برخه کې یو پرله پسې پارونکو هېواد بللی دی.

دا خبره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې لخوا د تهران په وړاندې د امریکا د پالیسۍ د ارزونې پر مهال شوې ده.

ریکس ټیلرسن ویلي په دې ارزونه کې به نه یوازې د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون رعایت بلکې په سیمه کې د ایران چلند هم ارزول کېږي چې د ټیلرسن په خبره په سوریې، عراق، یمن او لبنان کې یې د امریکا ګټي تر پوښتني لاندې راوستلي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر که څه هم د ټیلرسن دغو څرګندونو ته مستقیماً اشاره ونه کړه، خو ویې ویل چې هېواد یې هیله لري ټول اړخونه دا ډاډ ورکړي چې دا اټمي موافقه عملي شي، په مناسبه توګه اختلافات حل او په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات په راوستلو کې رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG