د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

امریکا د ایران په وړاندې د خپلې پالېسۍ هر اړخیزه څېړنه کوي


د امریکا بهرنیو چارو وزیر د ایران او د نړۍ د شپږو لویو هېوادونو د تېر کال په اټمي تړون سخت انتقاد وکړ.

رکس ټېلرسن پرون وویل چې دغه تړون یوازې دومره کوي چې د ایران له‎خوا د اټمي بم جوړول ځنډوي خو منځني ختیځ کې یې د پاروونکو او اندېښنې وړ اعمالو علاج نه‎شي کولای.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د تېرې سې شنبې په ورځ وویل چې تهران دغه تړون ته ژمن پاتې شوی دی.

ښاغلي ټېلرسن وویل:

"د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ حکومت له‎خوا د دغه تړون درې میاشتنۍ ارزونه کې یوازې دا نه‌څېړل کېږي چې ایران دغه تړون څومره پلې کړی، بلکې دا هم څېړل کېږي چې سیمه کې د تهران پرله‎پسې اقدامات د امریکا ګټو ته څومره تاوان رسوي. دغه اټمي تړون په خپل هدف کې چې ایران باید یو اټمي هېواد نه‎شي، بریالی نه‎دی، خو یوازې دومره کوي چې د ایران له‎خوا د اټمي وسلې جوړول ځنډوي. د تهران اټمي هیلې د نړۍ سوله او امنیت ګواښي او که څارنه‌يې ونه‎شي نو د شمالي کوریا تګ‎لاره به خپله ترسره کړي او نړۍ به هم له ځان سره یوسي."

خو ایران تل ویلي چې د اټمي وسلې د جوړولو نیت نه‎لري.

د ایران او امریکا په‌شمول د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو تر منځ اټمي تړون، په تهران باندې لګول شوې ځینې اقتصادي سزاګانې لیرې کړي او په مقابل کې يې ایران ومنله چې له خپلو حساسو اټمي فعالیتونو لاس اخلي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن
د امریکا بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن

ښاغلي ټېلرسن وویل:

"د امریکا تېروتنه دا وه چې داسې یو ځواک سره‌يې یوه لنډ مهالې معامله وکړه چې لوړې اټمي هیلې لري او ستونزه‌یې راتلونکو نسلونو ته پرېښوده چې حل‌يې کړي."

د امریکا بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ډونالد ترمپ حکومت نه‌غواړي دغه ستونزه بل حکومت ته په میراث پرېږدي.

هغه وویل:

"د ایران په وړاندې د واشنګټن د پالېسۍ هر اړخېزه څېړنه دا ایجابوي چې موږ د ایران له‌خوا ټول ګواښونه په پام کې ونیسو او دا څرګنده ده چې دغه ډول ګواښونه ګڼ دي."

د امریکا بهرنیو چارو وزیر وویل چې موږ باید ټولو سیمو او نړۍ ته د ایران ګواښونه په نظر کې ونیسو.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د ایران خلاف دغو سختو خبرو نه یوه ورځ مخکې په نسبتاً نرمه لهجه کانګرس ته ویلي وو چې ایران اټمي تړون ته ژمن پاتې شوی دی.

د ټېلرسن د وروستیو خبرو څخه داسې څرګنده شوه چې دی د سعودي عربستان او اسرائیلو په‌شمول د هغو هېوادونو تر څنګ دی چې د ایران په اټمي تړون‌یې سخت انتقاد کړی دی.

ریاض او تل‌ابیب ادعا کوي چې دغه تړون نه د ایران اټمي صنعت تړلی او نه‌يې په سیمه کې د ایران نور تېري ته پاملرنه کړې.

د امریکا دفاع وزیر هم د چهارشنبې په ورځ په ریاض کې د څرګندونو په ترڅ کې په ایران سخت انتقاد وکړ.

جیمز مټېس وویل په سیمه کې هر ځای چې ستونزه وي د ایران لاس په‌کې لیدل کېږي، ان هغو کسانو چې د ایران او د نړۍ د شپږو لویو هېوادونو تر منځ د اټمي تړون ملاتړ کړی هغوی هم وايي چې دغه تړون کې ځینې نیمګړتیاوې شته، د مثال په توګه تړون کې راغلي چې ایران تر ۱۰ کلونو یورانیم نه‌شي غني کولای.

د امریکا پخواني جمهور رئیس بارک اوباما چې دغه تړون‌یې خپله یوه لویه بریا ګڼله دا یي هم ویلي وو چې تړون د سوريي او یمن په جګړو کې د تهران د لاسوهنې او د ایران د بالسټیکي توغندیو د پروګرام په اړه اندېښنې نه‌لیرې کوي.

د امریکا پخوانی جمهور رئیس بارک اوباما
د امریکا پخوانی جمهور رئیس بارک اوباما

بارک اوباما ویلي و که دغه تړون نه‌وی شوی نو ایران به ډېر ژر یو بل اټمي هېواد شوی وو.

د تړون تر لاسلیک وروسته هم بارک اوباما د کانګرس په همکارۍ هغه بندیزونه چې د بشري حقونو د سرغړونو او د ایران د بالسټیکي توغندیو د پروګرام په ارتباط لګول شوي په خپل ځای پرېښودل.

ایران د امریکا د وروستیو انتقادونو په هکله څه نه‌دي ویلي خو د ایران مذهبي مشر آیت‌الله خامنه‌اي ویلي که واشنګټن اټمي تړون لغوه کړي تهران به هم په متقابل اقدام لاس پورې کړي.

XS
SM
MD
LG