د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

د پاکستان ستره محکمه نن د نواز شریف د برخلیک په اړه پرېکړه کوي


د پاکستان ستره محکمه نن د "پانامه" د قضیې په خاطر د نواز شریف د برخلیک په اړه پرېکړه کوي.

که پر شریف د پانامه د قضیې په خاطر شوې دعوا ثابته شي کېدای شي هغه له واکه لیرې کړای شي.

د محکمې د نن ورځې پرېکړه د راتلونکي کال په عمومي انتخاباتو کې د نواز شریف د واکمنې پارټۍ لپاره هم سخت ګواښ بلل کېږي.

تېر کال د پانامه هېواد قضايي ادارې یوولس نیم میلیونه پټ اسناد خپاره کړل چې په‌کې د نړۍ د ګڼ شمېر مشرانو بهرنۍ معاملې افشا شوې.

د پاکستان ستره محکمه د "پانامه" د فساد دوسیو په اړه پرېکړه کوي

په دې منځ کې د نواز شریف د درېیو زامنو او یوې لور مریم نوم هم راغلی دی.

د شریف د کورنۍ د غړو له‌خوا په لندن کې د جایدادونو د اخیستلو لپاره د کارول شویو پیسو د مشروعیت په اړه پوښتنې راولاړې شوې دي.

د نوازشریف ګوند ویلي چې په لندن کې د ځمکو د اخیستلو لپاره شتمني په پاکستان او خلیج هېوادونو کې د شریف د کورنۍ سوداګرۍ له لارې تر لاسه شوې دي.

خو د پاکستان حکومت مخالف ګوند تحریک انصاف تور پورې کړی او دعوا یې کړې چې د شریف کورنۍ د پيسو د سپیناوي له لارې شمتني ترلاسه کړې ده.

پخواني کرکټر او اوس د تحریک انصاف مشر عمران خان ویلي چې د شریف کورنۍ له‌خوا د جایدادنو د پېرلو لپاره سندونه نه‌شته.

عمران خان.
عمران خان.

خان ویلي نوازشریف باید ثابته کړي چې خپلوان‌یې د پیسو په سپینولو کې لاس نه‌لري.

د ۲۰۱۶ کال د نومبر له لومړۍ نیټې راهیسې د پانامه د قضیې په خاطر په پاکستان کې ۲۶ واره محکمې غونډې کړي او نن تمه ده وروستۍ پرېکړه اعلان شي.

د رپوټونو له مخې په اسلام‌اباد کې د پرېکړې د اورولو ورځې لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او سیاسي ګوندونه ټینګار کوي چې محکمه باید خپله پرېکړه واوروي.

که څه هم د نواز شریف مسلم لیګ ګوند د دې حق لري چې د شریف د لیرې کېدو په صورت کې نوی صدراعظم معرفي کړي خو د وختي انتخاباتو لپاره به زیات فشارونه راوستل شي.

XS
SM
MD
LG