په تاجکستان کې پولیسو ته امر شوی چې په مياشت کې لږ تر لږه یو ځل تياتر ته ولاړ شي.
چارواکي وايي، دا امر د دوی د هغو هڅو برخه ده چې غواړي د پولیسو معنوي او اخلاقي پوهه زیاته کړي.
د تاجکستان حکومت مخکې پولیسو ته ويلي وو چې په دغه ځواک کې هر کس باید خپل اضافي وزن کم کړي.
اوس دغه حکومت امر کړی دی چې پوليس باید په مياشت کې لږ تر لږه يو ځل تياتر وګوري.
پوليسو ته دا امر تېره اوونۍ د کورنیو چارو وزیر رمضان رحيمزاده وروسته له هغه وکړ چې ده او نورو لوړپوړو چارواکو په دوشنبه ښار کې د ابوالقاسم لاهوتي په نوم تیاتر ننداره کړ.
د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت وياند عرجاني امام علي د ازادي راډيو ځايي څانګې ته د دوشنبې په ورځ وويل چې د تياتر ننداره به له پولیسو سره د دوی په معنوي او اخلاقي پوهنه کې مرسته وکړي او د سختو کاري ورځو وروسته به ورته ساعت تېری وي.
ده وويل، د پرېکړې له مخې، ټول پولیس افسران باید په میاشت کې په بېلابېلو وختونو کې تیاتر وګوري.
ده زیاته کړه چې دغه امر به په تاجکستان کې د کورنیو چارو وزارت پر ټولو کارکوونکو عملي کېږي.
امام علي وويل چې رحيمزاده تېره اوونۍ د تياتر هنرمندانو ته د هغوی د تمثيل په خاطر مبارکي ورکړه.
دغه تمثیل شوی سريال د تاجکستان د کلتور پخواني وزير نور تباروف ليکلی وو.
دا اقدام په داسي حال کې دی چې د کورنیو چارو وزارت مخکې له پوليسو غوښتي وو چې د چاقوالي د مخنیوي لپاره پوليس بايد خپل اضافي وزن کم کړي.
د پوليسو افسرانو ته یوه موده وخت ورکړل شوی وو چې اضافي وزن کم کړي که نه له دندو به ګوښه کړای شي.
د کورنيو چارو وزارت پيشنهاد کړی وو چې پولیس باید د دې امر پر ځای کولو لپاره ورزش وکړي.
تاجکستان د پخواني شوروي اتحاد برخه هېواد وو او اکثريت خلکيې مسلمانان دي.
امام علي رحمان له ۱۹۹۲میلادي کال راهيسي پر دغه هېواد حکومت کوي.
د بشري حقونو مدافع ډلې او مخالفين وايي چې دی هغه کسان ځپي چې ورباندې انتقاد کوي.