د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۳۰

د کندهار ملي امنیت ادارې شپږ تنه ترهګر یې نیولي


د کندهار د ملي امنیت اداره وايي، شپږ تنه هغه ترهګر یې نیولي چې په وژنو او وسله‎والو بریدونو کې یې په مستقیمه توګه لاس درلود.

دې ادارې پرون په یوې خبرپاڼه کې وویل، نیول شویو شپږ تنو په میوند، ژیړۍ او میانشین ولسوالیو کې څو ترهګر بریدونه ترسره کړي دي.

د ملي امنیت په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې نیول شویو کسانو دولتي مأمورین او قومي مشران په نښه کول.

د کندهار د ملي امنیت ادارې ویلي چې نیول شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی.

په خبرپاڼه کې د دې مشکوکو کسانو د هویت په اړه او دا چې څه وخت نیول شوي څه نه‎دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG