وروسته له هغې چې پرون مصر کې پر دوو کلیساګانو بمي بریدونو کې لسګونه کسان ووژل شول، د دې هېواد ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي، درې میاشتنی اضطراري وضعیت به اعلان کړي.
السیسي دا خبره پرون د ملي دفاع د شورا له غونډې وروسته کړې.
تمه کېږي چې د مصر پارلمان به د ولسمشر السیسي د دې پرېکړې ملاتړ وکړي.
تر دې مخکې د مصر د ولسمشر دفتر ویلي وو چې ولسمشر السیسي پوځي قطعاتو ته امر کړی چې د مصر په ټولو ولایتونو کې د مهمو تأسیساتو د امنیت ټینګښت کې له پولیسو سره همکاري وکړي.
پرون د مصر په دوو ښارونو سکندریه او طنطا کې دوو بریدګرو پر دوو کلیساګانو کې چاودنې وکړې.
چارواکو ویلي، په دې چاودنو کې لږ تر لږه ۴۴ کسان وژل شوي او تر سلو زیات نور ټپیان شوي دي.
د داعش وسلهوالې ډلې د دې بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي، دا بریدونه دوو تنو چې ځان وژونکي واسکټونهیې په تن کړي وو ترسره کړي دي.
د مصر حکومت په دې هېواد کې درې ورځنی ماتم اعلان کړی.
عیسویان د مصر د وګړو په سلو کې لس برخه جوړوي چې پرلهپسې پرې د سخت دریځو اسلامپالو ډلو لهخوا بریدونه کېږي.