د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

مصر کې د عيسويانو پر دوو کليساګانو چاودنو ٣٦ تنه ووژل


په مصر کې د قُبطي عيسويانو پر دوو کليساګانو د چاودنو په نتيجه کې د وژل شويو شمېر ٣٦ ته ورسېد.

د مصر د روغتيا وزارت وايي، اوله چاودنه په سکندريه کې د کليسا مخې ته وشوه چې له کبله‌يې ١١ کسان ووژل شول او ٣٥ تنه نور ټپيان شول.

تر دې څو ساعته مخکې د طنطا په يوه کليسا کې دننه بله چاودنه وشوه چې ٢٥ کسان‌يې ووژل او ٦٠ تنه نور يې ټپيان کړل.

د مصر د حکومت وياند اشرف سلطان سوا راډيو ته وويل:

"ترورېستي بريدونه به د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې زموږ او د ولس هوډ کمزورى نه‌کړي. هېڅ شى د دغې منفي پديدې په وړاندې زموږ د مسلمانانو او عيسويانو ملي يووالى او ګډ دريځ نه‌شي زيانمنولاى."

د دغو حملو مسؤليت داعش ډلې منلى دى.

عيسويان چې د مصر د وګړو ١٠ فيصده برخه جوړوي، په وروستيو کې د سخت دريځو وسله‌والو له‌خوا پرله‌پسې حملې ورباندې شوې دي.

XS
SM
MD
LG