د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

ټېلرسن «جي اووه» غونډه کې د ګډون لپاره ایټالیا ته رسېدلی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن د اووه صنعتي هېوادونو په غونډه کې د ګډون لپاره ایټالیا ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې ده چې د اووه هېوادونو دا ډله به په یوې ځانګړې غونډه کې د سوریې پر کړکېچ بحث وکړي.

د ایټالیا خبري اژانس راپور ورکړی دی چې ټېلرسن او د اووه صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو نور وزیران به سبا سې شنبه په یوه غونډه کې د سوریې په اړه بحث وکړي.

په پام کې ده چې د اوو صنعتي هېوادونو په دې ځانګړې غونډه کې به د دې هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو سربېره د ترکیې، عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان، اردن او قطر د بهرنیو چارو وزیران هم برخه ولري.

د اوو صنعتي هېوادونو په ډله کې امریکا، جاپان، جرمني، بریتانیا، ایټالیا، کاناډا او فرانسه شامل دي.

روسیه له دې ډلې څخه وروسته له هغې وایستل شوه چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې یې له اوکراین نه د کریمیا ټاپو‎ وزمه لاندې کړه.

باور دی چې دې غونډه کې به د نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر رکس ټېلرسن څخه وغواړي چې د سوریې په اړه د امریکا پالېسي په روښانه توګه ورته تشرېح کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن

ټېلرسن به له روسيې وغواړي چې د سوريي په اړه د ۲۰۱۳ کال هوکړه عملي کړي

امریکا دې وروستیو کې د سوریې د حکومت له‎خوا د کیمیاوي وسلو د استعمال د ادعاوو په ځواب کې په سوریه کې پر یوې پوځي اډې د توغندیو بریدونه کړي.

XS
SM
MD
LG