د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

ټېلرسن به له روسيې وغواړي چې د سوريي په اړه د ۲۰۱۳ کال هوکړه عملي کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن له "abcNews" ټلوېزیون سره په مرکه کې چې پرون یکشنبه خپره شوه، وویل چې روسیې ته د سفر پر مهال، له روسي چارواکو وغواړي چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې یې لاسلیک شوې موافقه عملي کړي.

د دې موافقې هدف سوریه کې د کیمیاوي وسلو له زېرمو د کار اخېستلو منع کول وو.

ټېلرسن ویلي، روسیې موافقه کړې وه چې سوریه کې د کیمیاوي وسلو محوه کول به تضمینوي خو په دې نه‌پوهېږي چې ولې مسکو دا کار نه‎دی کړی.

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن سبا سې شنبه د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن

د ټېلرسن دا خبرې په‎داسې حال کې خپرې شوي چې نړیواله ټولنه سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استفادې ادعاو په قهر کړې ده.

د بشري حقونو مدافع ډلې وايي چې سوریه کې د اپرېل په څلورمه د کیمیاوي وسلو په حمله کې لږ تر لږه ۸۶ تنه ووژل شول.

مسکو او دمشق ادعا کړې چې د بشارالاسد د رژیم الوتکو په خان شیخون سیمه کې د مخالفو ډلو د وسلو پر زېرمه هوايي حمله وکړه او زهرجن ګاز خپور شو.

خو د امریکا متحده ایالاتو او نورو غربي دولتونو د مسکو او دمشق دا ادعا رد کړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د جمعې په سهار، سوریه کې د العشیر په نوم هوايي مرکز په کروز مزايلو وویشت.

ایران او روسیې چې سوریه کې د شپږ کلنې کورنۍ جګړې پر مهال‌یې د بشارالاسد له رژیمه سیاسي او پوځي ملاتړ کړی، د امریکا حمله غندلې ده.

خو د واشنګټن متحدانو پر سوریه د امریکا د حملې دفاع کړې ده.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون د خپلې کابينې غونډه کې وویل:

"اسرائیل پر سوریه د امریکا د راکټي حملې بشپړ ملاتړ کوي. امریکا دا کار د سوریې له ادلب ښاره د زړه بوږنوونکو تصویرونو تر خپرېدو وروسته، د اخلاقي دلایلو پر اساس کړی دی. دا باید واضح شي چې له کیمیاوي وسلو کار اخیستل، عواقب درلودلای شي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نه‎دي ویلي چې روسیې سوریه کې د کیمیاوي وسلې په حمله کې لاس درلود که نه خو هغه خبرداری ورکړ چې که د سوریې رژیم د کیمیاوي وسلو حملې زیاتې کړي، د متحده ایالاتو او روسیې پر اړیکو به ناوړه اغېز وکړي.

د رپوټونو په حواله، د روسیې او ایران د قواوو او د بشارالاسد د رژیم ملېشه‎و ګډ اتحاد ویلي چې د سوریې هوايي اډه د امریکا حملې "سورخط" تر پښو لاندې کړی دی.

د دې اتحادیې په خبرپاڼه کې چې "الوطن" ورځپاڼې خپره کړې، راغلي چې:

"له سوریې سره لانجه پر ټولو سرو کرښو تېری دی او موږ به پر سوریه د هر ډول تيري پر ضد او د هر چا پر ضد چې دا کار وکړي، جدي اقدام کوو."

په همدې حال کې د ایران ستر مذهبي مشر ایت‎الله علي خامنه‌اي ویلي چې پر سوریه د امریکا حمله ستراتيژیکه تېروتنه وه او خبرداری یې ورکړ چې ایران د ګواښونو له امله مېدان نه‌پرېږدي.

د ایران خبري رسنیو پرون خبر ورکړ چې د هغه هېواد ولسمشر حسن روحاني، له بشارالاسد سره ټیلیفوني خبرې کړي او د هغه له رژیمه‌یې د خپل حکومت پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

د ايران ولسمشر د سوريې ولسمشر ته ټیليفون کړى

دا په‎داسې حال ‎کې ده چې د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر روسیې ته د سفر پلان لغوه کړ.

ټاکل شوې وه چې بورېس جانسون نن مسکو ته ولاړ شي، خو د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هغه به مسکو ته د تګ پر ځای، د نړۍ د اوو سترو اقتصادي قدرتونو په غونډه کې د ګډون لپاره ايټالیا ته ولاړ شي.

جانسون سوریه کې د کیمیاوي وسلو د وروستۍ حملې په وړاندې په عکس‌العمل کې روسیې ته خپل سفر لغوه کړ.

هغه به په ايټالیا کې د اوو اقتصادي قدرتونو غونډه کې په سوریه کې د اوربند لپاره د ملاتړ راغونډولو هڅه وکړي.

XS
SM
MD
LG