د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

د مشرانو جرګې اندېښنې: وېرېږو چې افغانستان د سوريې په برخلیک اخته نه‌شي


د افغانستان مشرانو جرګه وايي چې یوازې دقیقې پرېکړې، بې‌پرې اړیکې او متوازن بهرنی سیاست افغانستان د لویو قدرتونو تر منځ د جګړو له ډګره ساتلی شي.

د مشرانو جرګې غړو د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د سوریې د وروستي وضعيت په اړه د اندېښنو له څرګندولو سره وویل، وېرېږي چې افغانستان له ورته برخلیک سره مخ نه‎شي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار چې په دې ورځ‌یې د دغې جرګې مشري کوله وویل، افغانستان ته ښايي چې د ځينو هېوادونو اندینښې رفع او د بل کوم هېواد په ګټه خپلې اړیکې له کوم درېیم هېواد سره خرابې نه‎کړي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد عَلم ایزدیار
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد عَلم ایزدیار

نوموړی وايي:

"له بده مرغه د سوريې جګړه کورنۍ جګړه نه‎ده، له همدې امله موږ د افغانستان په اړه هم اندېښنه لرو چې خدای مه‎کړه افغانستان دوهمه سوریه نه‎شي، خو افغانان دغو دسیسو ته متوجې دي، دې ته هم متوجې دي چې ځيني هېوادونه چې په رأس کې یې د امریکا متحده ایالات دی د ترورېزم او مخدره موادو پر وړاندې ریښتیني مبارزه نه‎لري."

ښاغلی ایزدیار وايي، له بده مرغه په تېرو ۱۵ کلونو کې لیدل کېږي چې د سیمې د نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو پراخوالي برخه کې خنډونه موجود و.

هغه وايي، د سیمې هېوادونه په تېره بیا روسیه اندېښنه لري چې له افغانستان سره د ښو اړیکو د جوړولو اجازه نه‎ده ورکړل شوې.

د افغانستان په اړه دا اندېښنې له هغې وروسته څرګندېږي چې د سوریې د وروستي وضعیت په اړه د روسیې او امریکا تر منځ ټکر رامنځته شوی دی.

د تېرې جمعې په ورځ امریکا د سوريې حکومت د هغه بمباریو په غبرګون کې چې سوري ځواکونو په‎کې له کیمیاوي وسلو کار اخیستی و د هغه هېواد د هوايي ځواکونو په اډې شااوخوا ۶۰ کروز توغندي وتوغول.

روسیې او ایران بیا د امریکا دا حمله غندلې ده.

د دې اندېښنو په ځواب کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان اړیکې د بل کوم هېواد په واک کې نه‎دي او دا هېواد د خپلو ملي ګټو په پام کې نیولو سره اقدام کوي.

د یاد وزارت ویاند شکیب مستغني ازادي راډیو ته وویل:

"موږ بیا-بیا ویلي چې د کوم دوست هېواد سره د افغانستان اړیکې د بل هېواد په واک کې نه‎دي. هېڅ‎کله له یوه هېواد سره زموږ اړیکې پر بل اغېز نه‎لري د افغانستان اسلامي جمهوریت یو خپلواکه هېواد دی، موږ له هېڅ کوم هېواد په تېره بیا له ګاونډیو سره د کړکېچ غوښتونکي نه‌یو."

خو پوښتنه دا ده چې د امریکا او ناټو سره د افغانستان د ستراتیژیکو، امنیتي او دفاعي تړونونو له لرلو، د امریکا او روسیې تر منځ سیالیو او د روسیې اندېښنو ته په کتو دا هېواد رښتیا هم څومره بې‌پرې پاتې کېدای شي.

د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم وايي چې افغانستان په دې اړه د ډېر حساس پړاو څخه تېرېږي خو ځیرکتیا یې له ناورینه ژغورلای شي.

د نړیوالو چارو کارپوه انتظارخادم
د نړیوالو چارو کارپوه انتظارخادم

نوموړی وايي:

"افغانستان مخ پر وده هېواد دی په داسې حالاتو کې دا هېواد باید د لویو هېوادونو تر منځ توازن وساتي چې له بده مرغه اوسنی سیاسي زعامت په‎کې لږ پاتې راغلی سره له دې چې د پالېسیو په لحاظ دوی ژور دي خو د عمل له مخې دوی ځينې ښوئیدنې لري هره تېروتنه دلته هم کوربه او هم نورو هېوادونو ته د لویو تاوانونو سبب کېدای شي."

هغه وايي، افغانستان ته ښيي چې له دغو تړونونو څخه د افغانستان د بیارغونې او ثبات لپاره استفاده وکړي نه د سیاسي جبهو جوړولو لپاره.

بل کارپوه لطیف نظري وايي چې افغانستان د ټولو تړونونو او هر ډول اړیکو سره ثبات ته اړتیا لري او دا هغه وخت ممکن دی چې د سیمې او نړیوالو قدرتونو تر منځ لکه د دوهمې نړیوالې جګړې په څېر بې‌طرفه او یا منځګړی پاتې شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG