د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

روسیې او ایران پر سوریې د امریکا حمله غندلې


متحدایالاتو په سوریه کې پر ملکي وګړو د کیمیاوي وسلو د حملو په ځواب کې نن سهار وختي د سوریې د هوايي ځواکونو پر اډه د لسګونه کروز توغندیو برید وکړ.

واشنګټن د روانې اوونۍ په پیل کې د دې حملې پړه د سوریې پر حکومت اچولې.

نننۍ حمله په تېرو شپږو کلونو کې چې د سوریې جګړه پیل شوې، د ولسمشر بشاراسد د حکومت په وړاندې د امریکا لومړی مستقیم غبرګون او همداراز د ولسمشر په توګه د کار له پیل وروسته د ډونالډ ترمپ لومړی پوځي حکم دی.

ښاغلي ټرمپ له نننۍ حملې وروسته په یوه ټلویزیوني وینا کې د خپل اقدام علت بیان کړ:

​"نن شپه ما د سوریې پر هغه هوايي اډې د برید امر ورکړ چې د کیمیاوي وسلو برید ترې شوی و، د امریکا د ملي ګټو لپاره لازمه ده چې د مرګونو کیمیاوي وسلو د کارولو او خپراوي مخه ونیول شي، په دې کې هېڅ شک نشته چې سوریه له ممنوع کیمیاوي وسلو کار اخلي او له دې سره د کیمیاوي وسلو د کنوانسیون په وړاندې خپل مسؤلیتونه تر پښو لاندې کوي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غوښتنې له پامه غورځوي.​"

له دې حملې مخکې روسي ډیپلوماتانو امریکا ته د هر راز مشکوک اقدام په اړه خبرداری ورکړی و او ویلي یې و چې امریکا باید د خپل هر منفي اقدام مسؤلیت په غاړه واخلي.

ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پرمهال د منځني ختیځ په کړکېچ کې د امریکا د ښکېل کېدو پرضد ویناوې کولې خو د اپریل په ۴مه د سوریې په خان شیخون ښارګوټي کې په یوه حمله کې چې ویل کېږي د کیمیاوي ګاز په وسیله شوې د ۸۶ کسانو له وژل کېدو وروسته د ټرمپ په دریځ کې ناڅاپي بدلون راغی.

له دې حملې وروسته ده وویل چې د وژل شویو ماشومانو د تصویرونو په لیدو سخت خواشینی شوی او دا یې له ټولو معیارونو سرغړونه وبلله.

ټرمپ په خپله نننۍ وینا کې یوځل بیا د دې حملې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه:

​"د سې شنبې په ورځ د سوریې دکتاتور بشاراسد پر بېګناه ملکي وګړو د هغه کیمیاوي ګاز په وسیله چې پر عصبي رشتو منفي اغېز کوي ویروونکې حمله وکړه، اسد بیوزلي انسانان، ښځې او ماشومان زیندۍ کړل، دوی په بې رحمۍ او په تدریجي مرګ ووژل شول، حتی په دې وحشیانه برید کې ښکلي ماشومان په بې رحمۍ سره وژل شوي و، خدای دې هېڅ ماشوم ته هم داسې وحشت نه ورښيي."

په همدې حال کې روسیې او ایران د سوریې پر هوايي اډه نننۍ حمله غندلې ده.

کریملین نن په یوه بیان کې وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په سوریه کې د امریکا برید پر یو خپلواک یو تېری او له نړیوالو قوانینو سرغړونه ګڼي.

روسي رسنیو د کرملېن د ویاند دیمیتري پیسکوف له قوله راپور ورکړی چې نوموړی وايي، ولسمشر پوتین په دې باور دی چې پر سوریه د امریکا حمله به د امریکا او روسیې اړیکو او د ترورېزم پر ضد د مبارزې هڅو ته زیان واړوي.

ایران هم دا حمله غندلې ده.

ایسنا خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند بهرام قاسمي له قوله لیکلي چې پر سوریې د امریکا له لوري د توغندیو حمله ورانوونکې او خطرناکه وه.

ایسنا د ښاغلي قاسمي له قوله لیکي چې وايي تهران دا یواړخیز اقدام په کلکه غندي او په دې باور دی چې دا کار به په سوریه کې تروریستان نورهم پیاوړي او وضعیت به نورهم پېچلی کړي.

XS
SM
MD
LG