د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

د بشارالاسد اصلي ملاتړو روسيې او ایران پر سوريې د امریکا برید وغانده


د ایران او روسیې لوړ رتبه پوځي جنرالانو د سوریې پر یوې پوځي اډې د امریکا توغندویي برید وغانده او ژمنه‌یې وکړه چې د ترهګرو پر ضد جګړې ته به دوام ورکړي.

ایران او روسیه د سوریې د ولسمشر بشار الاسد رژیم ټولې مخالفې ډلې ترهګرې بولي.

د ایران د دولتي خبري آژانس اېرنا د خبر له مخې د روسیې د پوځ لوی درستیز والري ګیراسیموف «Valery Gerasimov» له خپل ایراني ساري جنرال محمد باقري سره د شنبې په ورځ ټیلیفوني خبرې وکړې.

د خبر له مخې دواړو جنرالانو د سوریې پر هوایي اډې د امریکا عملیات وغندل او هغه‌یې پر یوه خپلواک هېواد تېری وباله.

روسیه او د ایران شیعه رژیم د سوریې په کورنۍ جګړه کې د اسد اصلي ملاتړي دي.

د روسیې د پوځ لوی درستیز والري ګیراسیموف له خپل ایراني ساري جنرال محمد باقري سره
د روسیې د پوځ لوی درستیز والري ګیراسیموف له خپل ایراني ساري جنرال محمد باقري سره

په دغې جګړه کې د ښکېلو یو شمېر اپوزېسیون ډلو ملاتړ بیا د امریکا متحده ایالات او ترکیه کوي.

متحده ایالاتو د جمعې په ورځ د سوریې د شعیرات هوایي اډه په لسګونو کروز توغندیو وویشتله.

د امریکا پوځ وایي، دا هغه اډه ده چې د اپرېل پر څلورمه پر خان شیخون «Khan Sheikhoun» د کیمیاوي وسلو د حملې لپاره ورڅخه کار اخیستل شوی و.

په دغې حمله کې لسګونه کسان ووژل شول.

د روسیې او ایران د پوځ د مشرانو تر دې څرګندونو مخکې د دواړو هېوادونو مشرانو هم د امریکا د حملې وروسته په لومړیو ساعتونو کې ورته څرګندونې کړې وې او دغه حمله‌یې غندلې وه.

دواړو جنرالانو دا هم ویلي چې دغه د میزایلو حمله له مخکې پلان شوې وه او هدف‌یې دا و چې د سوریې د پوځ پرمختګ ورو او د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو روحیه پیاوړې کړي.

دوی دغه‌راز د تکفیري ترهګرو چې اشاره‌یې د اسلامي دولت نومې ډلې په ګډون سُني سخت دریځو اسلامي ډلو ته ده، په وړاندې د جګړې د پراخېدو ژمنه وکړه.

د کیمیاوي وسلو له حملې او ورپسې د امریکا د توغندویي بریده د امریکا اکثره متحدینو د واشنګټن ملاتړ وکړ.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل، دې ته په پام سره چې سوریه کې وضعیت ډېر بدل شوی، مسکو ته د اپرېل په لسمه پلان شوی سفر لغوه کوي.

د ملګرو ملتونو د جنګي جنایتونو څېړونکو د دغې کیمیاوي وسلو د حملې په اړه پلټنه پیل کړې ده.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازي سټیفن دي مېستورا ویلي چې ټولې نښې نېښانې د دې څرګندونه کوي چې دا د کیمیاوي وسلو حمله وه او له هوا شوې ده.

په عین حال کې په بریتانیا کې مېشت د سوریې د بشري حقونو ډلې ویلي چې په ادلیب ولایت کې په دوو جلا هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي دي.

دغه ډله وايي، لږ تر لږه ۱۸ کسان په هغه هوایي برید کې ووژل شول چې د تېرې اوونۍ د کیمیاوي وسلو د حملې ځای ته نېږدې ناپېژندل شويو جنګي الوتکو د شنبې په ورځ وکړ.

پر ادلیب ولایت چې د یاغي وسله‎والو په ولکه کې دی په دې وروستیو کې د سوريې او د هغوی ملاتړو روسي ځواکونو پر یاغي وسله‎والو په کراتو کراتو بریدونه کړي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې په وینا په وژل شویو کې لږ تر لږه پنځه‌یې ماشومان دي او د دې وېره شته چې د مړو شمېر له دې زیات شي.

د ملکي دفاع د ځواک چارواکو د وژل شویو کسانو شمېر ۱۹ تنه او د ټپیانو ۲۲ تنه ښودلی دی.

په عین حال کې د سوریې د بشري حقونو څار ډلې ویلي چې د شنبې په ورځ د امریکا په مشرۍ ائتلاف مشکوکو جنګي الوتکو د رقه په لمنه د داعش تر کنټرول لاندې حنیده کلي کې یوه انټرنټ کافي وویشته چې لږ تر لږه ۱۷ کسان‌یې وژلي او ۱۲ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

رقه چې سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش وروستی پیاوړی مرکز ګڼل کېږي، د امریکا ملاتړي د کُردانو او عربانو ائتلاف او د سوریې ډموکراتیک ځواکونه‌یې د بېرته نیولو لپاره عملیاتو ته تیاری نیسي.

XS
SM
MD
LG