د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۴۰

لندن مېشته ډله: نامعلومو الوتکو ١٨ کسان د سوريې ادلب کې وژلي


په بريتانيا کې دېره د سوريې د بشري حقونو څار ډله وايي په سوريه کې په دوو هوايي حملو کې لږ تر لږه ٣٥ کسان وژل شوي دي.

شک کېږي چې د سوريې د کورنۍ جګړې مخالف لورى به لاس په‌کې لري.

دغې ډلې نن وويل، نامعلومو جنګي الوتکو لږ تر لږه ١٨ کسان د سوريې په ادلب ولايت کې د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمه کې وژلي دي.

دا حمله هغې ساحې ته نېږدې شوې چې دولتي ځواکونو ورباندې مشکوکه کيمياوي حمله کړې وه.

هغه الوتکې چې دغه بمباري يې کړې، نه‌دي تثبيت شوي، خو دا حمله وروسته له هغې کېږي چې د سوريې دولتي ځواکونه د سې شنبې په ورځ د کيمياوي وسلو په کارولو تورن شول.

سوريې په هغې حمله کې خپل دخالت رد کړى دى.

د سوريې د بشري حقونو څار ډله وايي، لږ تر لږه پنځه ماشومان پرون په يوه هوايي حمله کې ووژل شول او ويل کېږي دغه شمېر ښايي زيات شي.

د ملکي دفاع چارواکو دغه شمېر ١٩ تنه ياد کړى او ويلي يې دي ٢٢ تنه نور ټپيان شوي دي.

دغې ډلې پرون ويلي وو، د امريکا تر مشرۍ لاندې د ائتلاف مشکوکو جنګي الوتکو د رقې په مربوطاتو کې پر يوه انټرنټ کفي حمله کړې، لږ تر لږه ١٧ کسان‌يې وژلي او ١٢ نور ټپيان کړي دي.

د اسلامي دولت نومې ډلې يا داعش رقه د خپل اسلامي خلافت د پلازمېنې په توګه اعلان کړې ده.

XS
SM
MD
LG