په داسې حال کې چې افغان حکومت د پاکستاني پانګهوالو او سوداګرو لپاره په افغانستان کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي خو پاکستان د تل په څېر افغان پانګهوالو او سوداګرو ته په دغه هېواد کې ستونزې پیدا کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیامالدین پسرلي د دې مطلب په څرګندولو سره د يکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې اوس هم افغان سوداګر په پاکستان کې د پیسو اخیستلو او ځورولو په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
نوموړی وايي:
"افغانستان د پاکستاني پانګهوالو او شرکتونو لپاره ډېرې اسانتیاوې په نظر کې نیولي او دوی له هېڅ ډول ستونزو سره مخ نهدي خو مقابل کې پاکستان د دې تر څنګ چې د افغان پانګهوالو لپاره اسانتیاوې په نظر کې نهدي نیولي، بلکې له دوی سره ډېر ناوړه چلند کېږي، ستونزې ورته جوړېږي او پیسې ورڅخه په زوره اخیستل کېږي."
ښاغلی پسرلی ټینګار کوي چې یاده موضوع افغان سوداګرو ته د زغم وړ نهده او افغان حکومت باید دې برخه کې د پاکستان په وړاندې خپل دريځ روښانه کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې افغانستان په کلني ډول پاکستان ته د ۶۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او له پاکستانه د ۹۰۰ میلیونه ډالرو په شااوخوا کې واردات لري.
پاکستان شااوخوا دوه میاشتې وړاندې په سند ایالت کې له خونړۍ چاودنې وروسته له افغانستان سره د تورخم او سپینبولدک په شمول د تګ راتګ ټولې لارې د دې هېواد د چارواکو په وینا د امنیتي اندېښنو له کبله د يوې میاشتې څخه ډېره موده وتړلې چې د دواړو خواوو سوداګرو تهيې ډېر زیانونه واړول.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې افغان حکومت د ترانسپورټ او ترانزیټ برخه کې د ستونزو د هواري په هدف اروپایي هېوادونو او چین ته د رسېدو لپاره د اقینې بندر، د لاجورد لار او د حیرتانو بندر د ورېښمو لار د اوسپنې پټلۍ پرانیستلې.
په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د پاکستان پهشمول له ټولو هېوادونو د ښو سوداګریزو اړیکو خبره کوي او له پاکستانه غواړي چې دې برخه کې د نړیوالو اصولو سره سم چلند وکړي.
د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې نېږدې راتلونکي کې به له پاکستاني لوري سره په دې اړه ناسته ولري او یادې ستونزې به په جدي توګه مطرح کړي.
نوموړی وايي:
"زیاتره ستونزې هوارې شوي او نېږدې راتلونکي کې به د اپټیکا راتلونکې ناسته ترسره شي او هغه ستونزې چې دې برخه کې موجودې دي د افغانستان له لوري په جدي توګه يو په يو مطرح کېږي او زموږ لیدلوری په دې اړه دا دی چې د سیمې د هېوادونو سره چې کوم سیاست موږ لرو دوی هم زموږ د سوداګرۍ برخه کې همدا شان سیاست ولري."
د اقتصادي چارو کارپوه سید قیاس سعیدي وايي، حکومتونه باید سوداګریزې اړیکې په سیاست پورې ونهتړي او سوداګري له سیاسته لیرې وساتي.
ښاغلی سعیدي وايي، که پاکستان افغان سوداګرو ته په پاکستان کې ستونزې جوړوي نو افغان حکومت باید په دې برخه کې چوپ پاتې نهشي او خپل غږ نړیوالو ته ورسوي.
راپور: واصل وصال