د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۵۶

سربیا کې زرګونه زده‎کوونکو د وچیچ د کلک بري پر ضد لاریون وکړ


په سربیا کې پرون شنبه زرګونه زده‎کونکو، بیا د هغه هېواد د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د صدراعظم الکساندر وچیچ د کلک بري پر ضد لاریون وکړ.

لاریون کوونکو ویل چې د انتخاباتي کمپاین پر مهال بډې ورکړل شوي، رأيه ورکوونکو ته ګواښونه شوي او رسنۍ تر فشار لاندې شوې وې.

زده‎کوونکي له تېرو شپږو ورځو راهیسې د سربیا پلازمېنه بلګراد کې راغونډېږي او د الکساندر وچیچ د بري پر ضد شعارونه ورکوي.

د پرونۍ مظاهرې یوه ګډون‎وال یانکو بالیاک د اسوشیټېډ پرېس اژانس ته وویل:

"زه هیله لرم چې دا لاریونونه به لا پراخ شي. که دا اعتراض زیات ستر شي، موږ له دې حکومت سره د تل لپاره د خدای په امانۍ چانس لرو."

الکساندر وچیچ د تېرې یکشنبې په ورځ د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ۵۵ فیصده رأیې خپلې کړې او له نورو لسو کاندیدانو مخکې شو.

XS
SM
MD
LG