په کابل کې د ورانکارو بانډونو او وسلهوالو غلو د موجودیت په تړاو د افغانستان د ولسي جرګې تر اندېښنو وروسته د کابل امنیه قومانداني وايي چې د دغو باڼدونو یو شمېر غړي نیول شوي او نور یې هم د پولیسو تر تعقیب لاندې دي.
د کابل امنیه قوماندان حسنشاه فروغ د پنجشنبې په ورځ یوې خبري غونډه کې په دې اړه د ازادي راډیو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ټولې غیر مسؤلې وسلهوالې ډلې او ورانکار بانډونه به د قانون منګولو ته راکاږي.
ښاغلي فروغ زیاته کړه:
"د وکیلانو شکایت پر ځای دی، نهیوازې په واصلاباد کې بلکې د ښار ټولو سیمو کې ورانکاره بانډونه موجود دي چې یو په بلپسې نیول شوي، دغه بانډونه تر تعقیب لاندې دي پولیس ورپسې ګرځي چې انشاءالله یو بل پسې به ونیول شي او خپله سزا به وویني."
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ولسي جرګې کابل ښار کې د جرایمو او ناامنیو په زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړې.
د دغې جرګې یو غړي صاحبخان د چهارشنبې په ورځ د جرګې عمومي غونډه کې وویل، د اوومې امنیتي حوزې اړوند د واصلاباد سیمه کې د غلو خطرناک بانډ فعالیت لري چې تر اوسهیې نهه تنه وژلي دي.
د افغانستان د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي کابل کې ورځ تر بلې د زیاتېدونکو ناامنیو د مخنیوي په هدف د کورني امنیت کمېسیون ته دنده وسپارله چې په دې اړه اړوند امنیتي چارواکي د وضاحت لپاره وروبولي.
نوموړی وايي:
"په پلازمېنه کابل کې ناامني او جرایم ورځ تر بلې زیاتېږي په ځانګړي توګه په واصلاباد او اوومه حوزه کې په جدي توګه په کابل کې وضعیت ښه نهدی، د کورني امنیت کمېسیون ته دنده سپارل کېږي چې د کورنیو چارو وزارت راوغواړي او له اړوندو ارګانونو سره دا موضوع جدي مطرح کړي، څو د کابل خلکو امنیت لپاره عملي اقدامات ولري."
دا په داسې حال کې ده چې "جي. آی. زي" یا د جرمني پرمختیايي ادارې د افغانستان د څانګې مشر تائید کړې چې د ناامنیو او وسلهوالو طالبانو د تشدد له وېرې په کابل کې خپل دفترونه پرېښي او يوه بل ځای ته کډه شوي او دغه شان په ښار کې د دوی د کار کوونکو پر ګرځېدو هم بندیزونه لګېدلي دي.
کابل کې د «جرمني پرمختیايي ادارې» دفترونه بل خوندي ځای ته کډه کېږي
د کابل امنیه قوماندان وايي چې دې وروستیو کې کابل ښار کې د پولیسو فعالیتونه چټک شوي چې په خبرهیې په تېرو نهو ورځو کې یې دوه ترورېستي حملې شنډې کړي او د ۹۸ جنايي پېښو په تړاو یې ۱۳۹ تورن کسان نیولي دي.
امنیه قوماندان حسنشاه فروغ ډاډ ورکوي چې په ښار کې به امنیت ټینګ کړي او له ښاره د پوځي یونیفورم د راټولولو لپاره هم د پولیسو هڅې زیاتې شوې دي.
راپور: رحمتالله افغان