«جي. آی. زي» يا د جرمني د پرمختیايي اداره په کابل کې خپل دفترونه پرېښي او يوه بل ځای ته کډه کوي.
دا مسئله د جرمني د پرمختیايي ادارې د افغانستان څانګې د سې شنبې په ورځ تائيد کړه.
دغه اداره له اوو دفترونو څخه شپږ يې وروسته له هغه تړي چې په تېرو څو کلونو کې تل د دفترونو او کارکوونکو د ښه امنیت په لټه کې وو.
ويل کېږي د جرمني پرمختيايي ادارې دا اقدام د طالبانو تشدد او کابل کې د دې ډلې د زیاتو شويو حملو او افغانستان کې د تښتونو د زیاتېدو په عکسالعمل کې کړی دی.
د همدې خطرونو له کبله، د جرمني پرمختيايي ادارې مخکې له خپلو کارکوونکو غوښتي وو، خپل کورونه چې پهکې اوسي، پرېږدي او د دفترونو ودانیو ته کډه وکړي.
په ښار کې د دغو کارکوونکو پر ګرځېدو هم قيودات لګېدلي وو.
د دې ادارې رئیس وويل، ټاکل شوې ده د دې ادارې د کارکوونکو امنيت به نویو ودانیو کې ښه ونیول شي او د دوی د پروژو پر مخ وړل به هم اسانه شي.
دا خبره په داسې حال کې ده چې طالب سخت دريځو افغانستان کې له بهرنیو سازمانونو غوښتي چې د دوی تر کنټرول لاندې سيمو کې کار وکړي.
د طالبانو په اعلاميه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، طالبانو له سازمانونو، په ځانګړې توګه له اسلامي خيريه ادارو غوښتي چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې خلکو ته مرستې ورسوي.
د امریکايي سرچينو په وينا افغان حکومت اوسمهال تر ۶۰ فيصده کمه خاوره په لاس کې لري او په پاتې څلوېښت فيصده برخه کې يا جګړه روانه ده او يا هم هلته طالبان کنټرول لري.
د چهارشنبې په ورځ خپره شوې اعلاميه د طالبانو داسې درېيم پيغام دی چې د دې ډلې لهخوا د نومبر مياشتې راهيسې خپور شوی او پهکې د بهرنیو مرستو ملاتړ او خونديتوب شوی دی.
مخکې داسې مرستې د طالبانو له انتقاد سره مخامخ وې.
دا په داسې حال کې ده چې مرستندویه ادارې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته لاسرسی ستونزمن يادوي او د دغو ادارو پر کارکوونکو د حملو له کبله اندېښمنې دي.
يوازې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ملګرو ملتونو د ۲۰۰ پېښو خبر ورکړ چې د مرستندويه ټولنو له کارکوونکو سرهيې تړاو درلود او له هغوی څخه ۱۵ د داسې ادارو کارکوونکي وژل شوي وو.
د مرستندويه ادارو کارکوونکي له ځان سره د تښتولو او حملو له بېرې نښې نېښانې نهګرځوي چې څرګند شي دوی له داسې ادارو سره کار کوي.