په افغانستان کې د هالنډ سفير وايي چې هېواد يې په راتلونکو څلورو کلونو کې له افغانستان سره ۳۰۰ ميليونه ډالره مرسته کوي چې په دې لړ کې به کندهار ولايت ته ځانګړې پاملرنه وشي.
جېیفري فان لېوون دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ کندهار ته د سفر پر مهال کړي.
د هالنډ سفیر جېیفري فان لېوون کندهار ته په خپل لومړي سفر کې د دغه ولایت امنیتي وضعیت سم وباله خو مشخصاً د کومې مرستې ژمنهیې ونهکړه.
نوموړي د ولایتي ادارې له چارواکو سره په لیدنه کې وویل چې هېواد یې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره له افغانستان سره ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.
د سفیر په خبره د دغو مرستو په لړ کې به کندهار ته د ستراتیژیک ارزښت په خاطر ځانګړې پاملرنه وکړي.
نوموړی وايي:
"موږ راتلونکي څلور کلونه د افغانستان سره ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوو زموږ هدف د افغانستان روښانه راتلونکی دی، زموږ دا مرستې به په افغانستان کې پر بېلابېلو برخو ولګول شي."
د کندهار ولایت مرستیال عبدالحنان منیب د هالنډ سفیر ته وویل چې د کندهار خلک د اوبو د بندونو د ښوونځیو لپاره د ودانیو او روغتیايي مرکزونو جوړولو ته اړتیا لري.
نوموړي د هالنډ له سفیره وغوښتل چي دې برخه کې همکاري وکړي.
د کندهار چارواکو د هالنډ سفیر ته په بېلابېلو برخو کې د ۸ پروژو یو لېست هم وسپاره چې د پلي کېدو لپارهیې له دغه هېواده د مرستې غوښتنه شوې وه.
راپور : محمد صادق رښتینی