د لاسرسي لېنکونه

بلخ چارواکي: تېر کال د وارداتو کچه ۵۰ سلنه زیاته شوې وه


د بلخ ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، په دغه ولایت کې تېر کال د ګمرکي عوایدو د زیاتوالي لامل د حیرتان بندر له لارې د وارداتو زیاتوالی دی.

د دغې خونې رئیس شیراحمد سپاهي‎زاده نن ازادي راډيو ته وویل، په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د تېرو کلونو په پرتله د حیرتان بندر له لارې د وارداتو کچه پنځوس په سلو کې زیاته شوې وه.

د ښاغلي سپاهي‎زاده په خبره، د تېر کال په ګمرکي عوایدو کې ۳۵ سلنه زیاتوالی راغلی و.

د نوموړي په وینا، د بلخ د حیرتان بندر له لارې هېواد ته ساختماني، خوراکي او نفتي مواد چې ډېره برخه‌یې له روسيې او قزاقستان څخه دي، راواردېږي.

XS
SM
MD
LG