د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

فرانسې ادلیب کې د کیمیاوي وسلې برید په اړه د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې


فرانسې د سوریې په ادلیب ښار کې د احتمالي کیمیاوي وسلې د برید په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده.

په سوریه کې د بشري حقونو د څار ډله وایي، د ادلیب په خان شیخان سیمه کې د سوریې د حکومت یا روسیې جنګي جټ الوتکو په بمبارۍ کې لږ تر لږه ۵۸ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

دا پېښه نن سې شنبه سهار شوې ده.

د سوریې حکومت مخالفو فعالانو او روغتیایي کارکوونکو وویل دې الوتکې تر هغه وروسته هغه روغتیایي مرکزونه په نښه کړل چې د لومړني برید ژوندي پاتې شوي کسان په‌کې تر درملنې لاندې وو.

د سوریې د بشري حقونو لندن مېشتې ډلې ویلي د دې برید قربانیانو کې د ضعف، استفراق او له خولې د ځک راوتلو نښې لیدل شوې دي.

په وژل شویو کې یوولس ماشومان وو او ټپیان هم ملکیان ښودل شوي دي.

د بشري حقونو دغې ډلې په دې اړه نور څه ونه‌ویل چې په دې برید کې له کومو موادو کار اخیستل شوی، خو د سیمه‌ییزو روغتیایي کارکوونکو له قوله راپورونه وایي چې له کیمیاوي موادو کار اخیستل شوی وي.

ادلیب ښار تر ډېره د حکومت مخالفو وسله‌والو په کنټرول کې دی.

د روسیې دفاع وزارت ویلي دوی په یادې سیمه کې هېڅ هوایي بمباري نه‌ده کړې.

د سوریې ولسمشر هم په جګړو کې د کیمیاوي وسلو کارول ردوي او پر مخالفو وسله‌والو تور پورې کوي چې له منع شویو وسلو کار اخلي.

خو د ملګرو ملتونو په مشرۍ څېړنو ښودلې چې د سوریې حکومتي ځواکونو د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو تر منځ لږ تر لږه درې ځله کلورین د وسلې په توګه کارولي دي.

روسیې د سوریې په تېرو شپږ کلونو کورنیو جګړو کې د ولسمشر بشارالاسد پوځي او ډیپلوماتیک ملاتړ کړی او د ۲۰۱۵ کال له سپټمبر څخه‌یې د حکومت مخالفو وسله‌والو په وړاندې هوایي بریدونه پیل کړه.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د ادلیب برید یو ځوروونکی عمل ګڼلی او د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا یې غږ کړی چې په دې اړه ژر تر ژره یوه بېړنۍ غونډه جوړه کړي.

د کیمیاوي وسلو نړیوالې څارونکې ډلې هم په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG