د لاسرسي لېنکونه

هانګ کانګ کې یو الماس څه باندې ۷۱ میلیونه ډالره وپلورل شو


په هانګ کانګ کې یو الماس چې پینک سټار یا ګلابي ستوری نومېږي په څه باندې ۷۱ میلیونه ډالره وپلورل شو.

دغه الماس ۵۹ اعشاریه ۶ قیراطه وو او د پینک سټار یا ګلابي ستوري په نوم یادېده.

د ساتبایز په نوم بریتانوي شرکت چې لیلامونه کوي وایي، دا الماس نن په ۷۱،۲ میلیونه ډالره وپلورل شو او د قیمتي ډبرو یا ګاڼو د خرڅلاو په برخه کې یې درېیم نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

دغه بیضوي ډوله الماس ته تر پلورلو دمخه شپېته میلیونه ډالره بیه ورکړل شوې وه.

تر دې درې کاله وړاندي په جنیوا کې د همدې شرکت په یوه بل لیلام کې یوه قیمتي ډبره تر دې په لوړه بیه پلورل شوې وه، خو هغه معامله د پېرېدونکو له‌خوا د بیې د نه‌پرې کېدو له کبله فسخه شوه.

دا تر ټولو لوی بې‌عیبه ګلابي رنګه الماس دی چې د امریکا د ګوهر پېژندنې مؤسسې له‌خوا درجه بندي شوی دی.

د ساتبایز شرکت وایي دا قیمتي ګوهر د هانګ کانګ د ګاڼو یوې کمپنۍ چاو تای فوک «Chow Tai Fook» واخیست او دوو نورو داوطلبانو ته‌یې ماتې ورکړه.

تر دې مخکې د نړۍ تر ټولو ګران بیه الماس چې تېر مارچ په لیلام کې پلورل شوی وو،"Oppenheimer Blue" اوپنهایمر بلو وو چې بیه‌یې ۵۶.۸ میلیونه سویسي فرانکه وو دا د ۵۷.۶ میلیونه ډالرو معادل دی.

تر هغه دمخه ریکارډ بیا یو ګلابي الماس جوړ کړی وو چې په ۲۰۱۰ کال کې په ۴۶.۲ میلیونه ډالره پلورل شوی وو.

XS
SM
MD
LG