د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۹

مستغني: مسکو ناسته د سولې د بهير ځای نه‌شي نیولای خو مرسته کولای شي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، هر هغه ناسته چې د افغانستان په اړه جوړېږي د افغان چارواکو حضور په‎کې حتمي او ضروري دی.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د سولې په اړه د مسکو په جوړېدونکې ناسته کې به افغان چارواکي له مشخصو غوښتنو سره ګډون وکړي خو دا چې امریکا په‎کې ولې ګډون نه‎کوي ځان ته خپل دلایل لري.

ښاغلی مستغني وايي، د مسکو او دې ته ورته نورې ناستې د افغانستان په مشرۍ د سولې د بهير ځای نه‎شي نیولای خو مرسته ورسره کولای شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني

نوموړی وايي:

"افغان حکومت هغو ناستو کې چې د افغانستان په اړه وي خپل حضور ضروري ګڼي او په‎کې ګډون کوي، دا چې امریکا ولې دغه ناسته کې ګډون نه‎کوي امریکايي چارواکو خپله پریکړه کړې او ځان ته دلایل هم لري، خو د ناټو په اړه باید ووايم چې تر اوسه دې ناستو کې یوازې هېوادونو ګډون کړی نه‌سازمانونو."

ښاغلی مستغني زیاتوي دغه ناسته کې به ګډون‎والو ته پیغام ورکړل شي چې د ښه او بد په نوم د ترورېزم تر منځ توپیر ونه‎کړي او د ترورېزم د پټن‎ځایونو او روزنیزو مرکزونو د له‎منځه وړلو او دغه‌شان د ترورېزم د ملاتړو په وړاندې عملي ګامونه واخیستل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې مسکو کې د افغان سولې په اړه په جوړېدونکې ناسته کې به د بهرنیو چارو وزارت څخه د معین او یا رئیس تر کچې پلاوی ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې د روسیې په کوربه‎توب مسکو کې د افغان دولت او وسله‌‎والو طالبانو تر منځ د سولې په تړاو ناسته د روانې حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه جوړه شي.

دې ناسته کې افغانستان، پاکستان، ایران، هند، چین او یو شمېر نورو هېوادونو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده خو امریکا او د ناټو کوم غړی هېواد په دې ناسته کې ګډون نه‎کوي.

امریکا ویلي دغه ناسته کې ځکه ګډون نه‎کوي چې د هدفونو په اړه معلومات نه‎لري او له مخه له دوی سره سلا مشوره نه‌وه شوې خو د ناټو سرمنشي ویلي چې ناټو او متحدان‌يې افغانستان کې د سولې او پخلاينې د هغې پروسې ملاتړ کوي چې د افغانانو په رهبرۍ وي.

ناټو: د سولې د هغه پروسې ملاتړ کوو چې د افغانانو په رهبرۍ پرمخ ځي

هاخوا د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون یو شمېر غړي وايي، د مسکو د دې ناستې په اړه د ناټو او امریکا دریځ د افغان چارواکو پر پرېکړې اغېز کړی.

د یاد کمېسیون یو غړی جعفر مهدوي وايي:

"که امریکا او ناټو تړون له دې ناستې ملاتړ کړی وی نو افغان حکومت به هم په لوړه کچه دې ناسته کې ګډون کړی وی. د دغې ناستې لپاره د امریکا او ناټو نه‌لېوالتیا د افغان حکومت پر پرېکړې اغېز کړی."

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې دغې ناسته کې د جګړې او سولې د یو اړخ په توګه د امریکا او ناټو غړو هېوادونو نه‌موجودیت د ناستې پر لاسته راوړنو منفي اغېز لرلای شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه انتظار خادم وايي، ښه به وي چې افغان حکومت دغې ناسته ته له قوي دریځه مخکې شي او په لوړه کچه پلاوي واستوي څو په سمه توګه د افغانستان له موقفه دفاع وکړي.

راپور: عبادالله حنان‎زی

XS
SM
MD
LG