د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

ناټو: د سولې د هغه پروسې ملاتړ کوو چې د افغانانو په رهبرۍ پرمخ ځي


د ناټو سرمنشي وايي، ناټو تړون او متحدان يې افغانستان کې د سولې او پخلاينې د هغې پروسې ملاتړ کوي چې د افغانانو په رهبرۍ پرمخ بوتلل شي.

ينس سټولټنبرګ پرون بروکسل کې د ناټو او روسيې د شورا له غونډې وروسته په دې اړه يوه کنفرانس ته څرګندونې وکړې:

"موږ د سولې او پخلاينې د پروسې ملاتړ کوو او طرفدار يې يو، خو دا پروسه بايد د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکيت پرمخ بوتلل شي. که دا د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت پروسه وه، موږ د داسې اقداماتو ملاتړ کوو چې په افغانستان کې د سوله ييز حل سبب کېږي، خو افغانان بايد په خپله دا پروسه رهبري کړي. دا د ناټو کليدي پيغام دى."

د ناټو سرمنشي په داسې حال کې د افغانانو په رهبرۍ د سولې د پروسې ملاتړ اعلانوي چې افغان حکومت تېر لمريزکال د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ له حزب‎اسلامي سره د سولې موافقه لاسليک کړه.

ينس سټولټنبرګ دا خبره پرون د ناټو او روسيې د شورا تر غونډې وروسته وکړه.

په پام کې ده چې مسکو دوه اوونۍ وروسته د افغانستان د سولې په تړاو د يوه سيمه ييز کنفرانس کوربه وي.

ويل کېږي په دغه کنفرانس کې د افغانستان په ګډون د ١٢ هېوادونو استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده، خو په دې غونډه کې به د ناټو کوم غړى هېواد برخه ونلري.

که څه هم وسله‎والو طالبانو ويلي وو چې روسيې په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې، خو کومې باوري سرچينې دغه خبر رسماً تائيد نه کړ.

د ناټو سرمنشي ينس سټولتنبرګ وويل چې د ناټو او روسيې د شورا په پرونۍ غونډه کې يې د افغانستان پر امنيتي چلينجونو هم تمرکز وکړ:

"موږ په افغانستان کې له چلينجونو پر ډک امنيتي وضعيت هم بحث وکړ. دا زموږ د ټولو په ګټه ده چې د افغان ځواکونو مرسته وکړو، څو خپل امن ټينګ کړي. دا هغه کار دى چې دا مهال يې ناټو او زموږ نور متحدان کوي، دوى افغان ځواکونه روزي، مالي مرسته يې کوي او دا ډېره مهمه دهچې ټول اړخونه د افغانانو په مالکيت د پخلاينې د هڅو ملاتړ وکړي."

په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموريت په ٢٠١٤میلادي کال کې پايته ورسېد.

دا مهال افغانستان کې شاو خوا ١٣زره بهرني سرتېري دېره دي چې ډېرى يې امريکايان دي؛ دوى افغان ځواکونو په روزنه او سلا مشوره کې همکاري کوي.

XS
SM
MD
LG