کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو د نړۍ درېيو هېوادونو ته د ولسمشر غني د سفر د پیل او دغه شان د ډیورنډ کرښې په اوږدو د روسیې او پاکستان له خوا د افغان دولت وسله والو مخالفینو ته د روزنځایونو د جوړولو په تړاو یو شمېر مطالب لیکلي دي.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سره مقاله کې لیکلي، ولسمشر غني درېيو هېوادونو ته د سفر په ترڅ کې اسټرالیا ته رسیدلی دی.
په سرمقاله کې راغلي ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر دا سفر د حکومت د بهرنۍ پالیسۍ د پنځمې کړۍ برخه بولي خو سر مقاله لیکونکي پنځمه کړۍ پرېښې او په سرمقاله کې د بهرنۍ پالیسۍ د لومړې کړۍ او پاکستان، سعودي او چین ته د ولسمشر د سفرونو جاج اخیستی او هغه یې ناکامه بللي دي.
د سرمقاله لیکونکي په باور په داسې حال کې چې افغانستان د یوې بلې نیابتي جګړې په ډګر د بدلېدلو په حال کې دی، حکومتی بیا هم د خپلو کورنیو او بهرنیو پالیسیو د بریا ډنډورې وهي.
د سرمقالې لیکوال پوښتنه مطرح کړې چې ایا دا په دې مانا نه ده چې پهلوان ژوندۍ خوښ دی؟
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا اسټرالیا، اندونیزیا او سینګاپور ته د ولسمشر غني دغه سفر چې له اسټرالیا څخه یې پیل کړی خورا اغېزمن بللی دی.
د هېواد سرمقاله لیکونکي لیکلي چې د ولسمشر دې سفر ته ډېرې هیلې راټوکېدلې دي او تمه ده چې دغه سفر به یې سترې لاسته راوړنې ولري او د افغانستان د ناورین د مخنیوي لپاره به ګټور تمام شي.
په سرمقاله کې راغلي چې ولسمشر به په دغه سفر کې د یادو هېوادونو له چارواکو سره د کتنې او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر سر پر خبرو سربېره له یو شمېر سوداګرو سره هم وګوري او په افغانستان کې به یې د پانګونې لپاره وهڅوي.
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه څه نه دي لیکلي خو په خپل یو مطلب کې دا موضوع راخیستې چې پر ډیورنډ کرښه دې د روسي او پاکستان د اقداماتو مخه ونیول شي.
په مطلب کې د پکتیا د ولایتي شورا د ځینو غړو په حواله راغلي چې روسي او پاکستاني چارواکي ډیورنډ کرښې ته نېږدې د افغان دولت وسله والو مخالفینو ته روزن ځایونه او مرکزونه جوړوي.
دوی اندېښنه ښودلې چې که د دغه اقدام مخه ونه نیول شي په افغانستان کې به امنیتي وضعیت له جدي ګواښ سره مخ شي.