د لاسرسي لېنکونه

د خوست د دوه منده ولسوالۍ کې موټر بم برید شوی


د شنبې ورځې مازدیګر مهال د خوست ولایت د شمل دوه منده ولسوالۍ اړوند د سیدخېلو ښارګوټي ته نېږدې پر امنیتي ځواکونو موټر بم برید شوی دی.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ ازادي راډیو ته وايي چې په دې برید کې شپږ تنه د ښوونځي زده‌کوونکي ټپیان شوي، خو د امنیتي سرتېرو د تلفاتو په اړه تر اوسه معلومات نه‌دي بشپړ شوي.

مبارز محمد ځدراڼ وویل، د نیمايي ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.

بل لوري ته د سیدخېلو د کلي اوسېدونکي نور ولي جان وویل چې یاد برید د ولایتي قواوو پر سرتېرو شوی دی.

ده وویل، چاودنه ډېره زوروره وه او غږ يې د نېږدې کلیو ډېرې دروازې او کړکۍ ماتې کړې.

ده وویل، د دې پېښې ټپیان د پکتیا د وزي ولسوالۍ روغتیايي مرکز او خوست ته لېږدول شوي دي.

بل لوري ته یو شمېر نورو عیني شاهدانو وویل چې د پېښې په ځای کې د پوځي کسانو د مړو او ټيانو د لېږدولو لپاره دوه چورلکې هم کېناستې.

د خوست ولایتي قواوې د نورو امنیتي فعالیتونو تر څنګ د خوست-ګردېز د سړک د یوې برخې امنیتي چارې سمبالوي.

د یادونې وړ ده، دوه اوونۍ وړاندې د مارچ په ۱۷مه هم د خوست ولایت اړوند د صبریو ولسوالۍ کې د ملي اردو د یعقوبیو ښارګوټي پر کمپ موټر بم چاودنه او وسله‌وال برید شوی وو چې د پوځي تلفاتو سربېره ۱۶ ملکي وګړي هم په‌کې ټپیان شوي و.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې برید په تړاو رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG