د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون ځینې غړي اندونیزیا، سنګاپور او اسټرالیا ته د ولسمشر غني سفر مهم بولي او وايي بهرنیو هېوادونو سره د افغانستان ښې اړیکې د افغانانو د ستونزو په هوارولو کې مرسته کولای شي.
د دغه کمېسیون غړي سید علي کاظمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له بهرنیو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې مهمې دي خو په کار ده چې دغه اړیکې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره وپالل شي.
ښاغلي کاظمي زیاته کړه چې بهرنیو هېوادونو سره ښې او پر متقابل درناوي ولاړې او ټینګي اړیکې د افغانستان په ګټه تمامېدلای شي.
نوموړي زیاته کړه:
"هر څومره چې افغانستان له نورو هېوادونو سره ښې، پیاوړې او حسنه اړیکې ولري ښه ده، خو په دې شرط چې افغان چارواکي او یا د افغانستان نظام د اړیکو په پاللو کې ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي."
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون په داسې حال له بهرنیو هېوادونو سره د افغانستان پر ښو اړیکو ټینګار کوي چې ټاکل شوې ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ درېیو مهمو هېوادونو ته خپل سفر پیل کړي.
د افغانستان په ارګ ماڼۍ کې یوې باوري سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني به اندونیزیا، سنګاپور او اسټرالیا ته د خپل سفر پر مهال په اقتصادي، انکشافي او د سولې د ټينګښت په برخه کې د یادو هېوادونو له مشرانو سره خبرې وکړي.
په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر غني د اسټرالیا د صدراعظم په بلنه دې هېواد ته سفر کوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې ولسمشر به له اسټرلیايي چارواکو سره د سوداګرۍ، لوړو زده کړو، کرنې او پانګونې په برخو کې د خبرو ترڅنګ د کانونو په برخه کې دوه سندونه هم لاسلیک کړي.
د سیاسي چارو افغان کارپوه میاګل خالد بیا وايي، له نورو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې به هغه مهال ګټورې ثابتې شي چې افغان مشرانو په کور دننه ستونزې هوارې کړې وي.
ښاغلي خالد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"زموږ ولسمشر او نور مشران باید له دې وړاندې چې له نورو هېوادونو سره اړیکې پراخې او ښې کړي د افغانستان کورني سیاست ته دې پام وکړي، دا د افغانانو او ټولې نړۍ غوښتنه ده ځکه چې که کله موږ یو موټی شو نو کولای شو چې د یوه واحد سیاست له مخې د نړۍ له هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړو."
د ښاغلي خالد په خبره که څه هم په افغانستان کې ځینې ستونزې بهرني عوامل لري خو د کورنیو ستونزو له هوارۍ پرته د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې دومره ګټورې نه شي تمامېدلای.
نوموړی وايي، له یوه واحد دریځ پرته له نړیوالو سره اړیکې نه یوازې د افغانستان په ګټه نه دي بلکې کولای شي نورې ستونزې هم رامنځته کړي.
راپور: محمد حدیث پردېس