د لاسرسي لېنکونه

افغان ولسمشر راتلونکې اوونۍ درې هېوادونو ته په سفر ځي 


ټاکل شوې ده چې افغان ولسمشر به راتلونکې اوونۍ درې هېوادونو ته په یو سفر ووځي.

د افغان حکومتي یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر اشرف غني به د خپل دې سفر په ترڅ کې اندونیزیا، سنګاپور او اسټرالیا ته ولاړ شي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت یوې چارواکي ویلي، د افغان ولسمشر د سفر هدف په اقتصادي، انکشافي او د سولې د ټينګښت برخه کې د دواړو هېوادونو د همکاريو غښتلتيا ده.

د اندونيزيا کورنیو رسنیو د دغه هېواد بهرنيو چارو وزارت چارواکو په حواله راپور ورکړى چې دې هېواد ته د افغان ولسمشر دوه ورځنى سفر راتلونکې چهارشنبه پيلېږي.

بل خوا په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې ولسمشر غني د استرالیا د صدراعظم ملکم ټرنبل په بلنه دې هېواد ته سفر کوي چې په کې به دواړه خواوې د کانونو، سوداګرۍ، لوړو زده کړو، کرنې او پانګونې په برخو کې پر همکاریو خبرې وکړي.

په استرالیا کې د افغانستان سفارت په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې د دې سفر دقیقه نېټه نه ده ښودلې خو ویلي یې دې هېواد ته به د ولسمشر اشرف غني د سفر په ترڅ کې له استرالیايي چارواکو سره په پراختیايي برخه او د کانونو په برخه کې دوه سنده لاسلیک کړي.

XS
SM
MD
LG