د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۱

مککېن او ګراهام د ټرمپ د ادارې دريځ لويه تېروتنه وبلله


جمهوري غوښتونکي سناتورانو جان مککېن او لینډسي ګراهام په جلا اعلاميو کې د پنجشنبې په ورځ د ټرمپ د ادارې دريځ د امريکا په زيان او لويه اشتباه وبلله.

د پنجشنبې په ورځ نیويارک کې د خبرو پر مهال ملګرو ملتونو ته د امریکا سفيرې نيکي هیلې وويل، زموږ لومړيتوب نور دا نه‎دی چې دلته کښينو او پر دې تمرکز وکړو چې اسد له واکه لېرې شي.

په همدې ورځ د امریکا د بهرنيو چارو وزیر ریکس ټيلرسن انقره کې د خبرو پرمهال وويل چې د اسد د راتلونکي په اړه پرېکړه به د سوريې خلک کوي.

مککېن او ګراهام له هغو جمهوري غوښتونکو دي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر پالیسیو انتقاد کوي.

مککېن وويل، د بهرنيو چارو د وزير ټيلرسن بيان د دې حقيقت څخه سترګې پټوي چې سوريان په داسې حال کې د اسد د راتلونکي په اړه پرېکړه نه‎شي کولای چې دوی قتلېږي.

د امریکا د سنا د وسله‎والو خدماتو کمېټې رئيس جان مککېن د اسد پوځ، روسي هوايي ځواک او د ايران ملاتړ لرونکي ملېشې پر سوريانو په حملو تورن کړل.

د امریکا د سنا د وسله‎والو خدماتو کمېټې رئيس جان مککېن
د امریکا د سنا د وسله‎والو خدماتو کمېټې رئيس جان مککېن

مککېن وويل:

"زه هيله لرم چې ولسمشر ټرمپ به دا روښانه کړي چې امریکا به دغه د ځان په زیان او ځان ته د ماتې ورکولو پر لاره نه ځي."

ګراهام چې د وسله‎والو خدماتو کمېټې غړی هم دی وويل چې دا به يوه لويه اشتباه وي که امریکا د اسد له واکه لېرې کولو هدف له پامه وغورځوي.

د ولسمشر ټرمپ د ادراې د چارواکو خبرو د سوريې اپوزيسيون هم اندېښمن کړی دی.

د سوريې د مذاکره کوونکو د عالي کمېټې غړې مېرمن فرح العطاسي د پنجشنبې په ورځ په ژنیو کې خبریالانو ته وويل:

"موږ د امریکا له ادارې ډېرې اعلاميې اورو. موږ واورېدل چې د سپينې ماڼۍ وياند د بهرنيو چارو وزير ریکس ټيلرسن د هغو خبرو برعکس بیان ورکړ چې ترکيه کې يې کړي وې. دوی ويلي و چې د انتقال دوره کې د بشار الاسد لپاره هېڅ رول نشته. د خوابدي خبره ده چې موږ د امریکا له ادارې ضد او نقيض پيغامونه اورو. موږ غواړو د سوريې بحران کې د امریکا په يوه غوڅ او د مشرتابه په رول کې ووینو، نه دا چې د سوريې موضوع ته د داعش پر ضد د جګړې له زاويې وکتل شي."

سوریه کې د۲۰۱۱میلادي کال په مارچ مياشت کې د حکومت ضد لاريونونو له پيل راهيسې درې لکه او شل زره کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG