د اروپايي ټولنې سفیر د هغو پروژو نتیجې چې د نړیوالې ټولنې په مرسته د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونو کې عملي شوي د قناعت وړ نه بولي.
افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانس مایکل مېلېبن له ازادي راډيو سره په یوې ځانګړي مرکه کې د دې ستونزې په تړاو اندیښنه ښودلې وايي، په دې اړه به بیا کتنه وکړي.
هغه وايي، له دې وروسته به ډېر تمرکز په دې وي چې د اداري فساد پر وړاندې سیاسي اراده ډېره او پیاوړي شي.
ښاغلي مېلېبن زیاته کړه:
"زه فکر کوم چې د پروژې د عملي کېدو برخه کې ستونزې موجودې دي او موږ یې له نتیجو خوشحاله نه یو، پروژې په لوړو لګښتونو تطبیق شوي خو هغه نتیجې چې هیله یې کیدله ترلاسه شوي نهدي."
ښاغلي مېلېبن د اداري فساد سره د مبارزې برخه کې ستره ستونزه د بشپړې سیاسي ارادي نشتوالی ګڼي.
خو د وړتیاوو لوړولو د یوې موسسې مسؤله حسینه حسین بیا په دې باور ده چې ناامنیو، اداري فساد، کمزوری مدیریت، د پروژو څخه سم نه څار او د قراردادیانو لهخوا د پروژو څو لاسه کېدل هغه څه دي چې د پروژو اغېز او ګټې یې کمې کړي دي.
د راپورونو له مخې نړیوالې ټولنې د ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرسته کړې ده.
د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونو کې د اصلاحاتو بهیر د لنډ مهاله ادارې راهیسې ایټالیا رهبري کړې خو ترڅنګ یې د قانون د نتفیذ او حاکمیت برخه کې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې او اروپايي ټولنې ګڼې پروژې عملي او یا لږ تر لږه د دې پروژو مالي ملاتړ یې کړی دی.
هڅه مو وکړه چې د پروژو د تمویلونکو او یا د اروپايي ټولنې د دا ډول څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان د سترې محکمې نظر واخلو خو د دې بنسټ ویاند عبدالله عطایي په دې اړه د څه ویلو ډډه وکړه.
خو د افغانستان اقتصاد وزارت د اروپايي ټولنې د سفیر څرګندونې نه تائیدوي وايي، هغه پروژې چې افغان حکومت عملي کړي له بشپړ شفافیته برخمنې دي.
د یاد وزارت ویاند سهراب بهمن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، هر څومره پیسې چې لګول شوي حکومت یې په اړه معلوماتو ورکولو ته حاضر دی.
نوموړی وايي:
"هغه پروژې چې د افغان دولت لهخوا مصرفيږي د هغوی له ټولو څخه په ټوله معنا حساب اخیستل کېږي او چې څومره پیسې لګول شوي او یا یې لاسته راوړنې څه دي افغان دولت د هغې راپور ورکولو ته حاضر دی."
د نوموړي په باور هغه پروژې چې د مرسته کوونکو هېوادونو لهخوا تطبیقیږي او یا موسسو ته ورکول کېږي دوی یې یوازې څارنه کوي او بس.
افغان کارپوه مطیع الله خروټی بیا وايي چې له ډېرو پروژو سم څار نه کېږي او دې کار په کیفیت اغیز کړی دی.
له دې سره د پروژو د تطبیق د یوې موسسې پخوانۍ مشره حسینه حسین بیا هم حکومت ته د ملامتی ګوته نیسي وايي، په هغه صورت کې چې پروژې په معیاري توګه نهوي عملي شوي حکومت یې باید تسلیمی ته زړه ښه نه کړي.
یوسف خان ځدراڼ