د لاسرسي لېنکونه

حیات: عملیات مو ونه کړل خو د هلمند د سقوط مخه مو ونیوله


د هلمند والي وايي، عملیات مو ونه کړل، خو د هلمند د سقوط مخه مو ونیوله.

حیات الله حیات د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل په روان کال کې به د هغه سیمو د نیولو لپاره عملیات دوام ولري چې د لاسه وتلي دي.

دم ګړۍ د هلمند شپږ ولسوالۍ د وسله والو په ولکه کې دي او په نورو کې يې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړې روانې دي.

د هلمند ولایتي شورا بیا د لښکرګاه پر شااوخوا سیمو د جګړو شدت اندېښمنه کړې ده، خو د هلمند چارواکي وايي، عملیات روان دي او وسله وال د هغه سیمو څخه پر شا کوي چې ښار ته نېږدي دي.

په دې اړه د الیاس داعي راپور واورئ:

XS
SM
MD
LG