د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

روبین: امریکا افغانستان له ترهګرۍ په بشپړه توګه نه شي خوندي کولی


د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې دننه او له افغانستان څخه بهر د ګڼو خپرونو د راپورونو او لیکنو مهمه موضوع د هلمند د سنګین ولسوالۍ د سقوط په اړه خپاره شوي راپورونه وو.

طالبانو د سنګین ولسوالۍ د بشپړې نیولو ادعا کړې ده خو افغان حکومت بیا وايي، سنګین یې په بشپړه توګه له لاسه نه دی وتلی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې یوازې د ملي اردو ځینې سرتېري د دفاع وزارت د پلان له مخې د سنګین ولسوالۍ د شکرشیله سیمې ته انتقال شوي دي.

خو د هلمند ولایتي شورا ځینې غړي وايي چې د سنګین ولسوالي طالبانو نیولې ده.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپانې هم په یو راپور کې د سنګین د سقوط په اړه د ولایتي او مرکزي چارواکو ضد و نقیض څرګندونو ته اشاره کړې او زیاتوي، مخکې له دې چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې نړیوال ایتلاف د سنګین ولسوالۍ د امنیت چارې افغان ځواکونو ته وسپاري په دې ولسوالۍ کې د افغانستان د شا او خوا څلورسوو نورو ولسوالۍ په مقایسه ډېر بریتانوي او ورپسې امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

د ورځپاڼې په وینا په راوروسته موده کې په سنګین ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ د دفاع لپاره د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سلګونه سرتېري وژل شوي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، د امریکا د ځانګړو ځواکونو هغو هڅو او هوايي بمباریو چې د سنګین د سقوط د مخنیوي لپاره یې ترسره کړي، ظاهراً ددې ولسوالۍ د سقوط مخه ونه نیوله.

نیشنل انټرسټ:

نیشنل انرسټ خپرونې د نامتو څیړونکي بارنیټ روبین یوه اوږده مقاله خپره کړې چې سرلیک یې دی”امریکا افغانستان له ترهګرۍ په بشپړه توګه نه شي خوندي کولی“

په دې لیکنه کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قوماندان جنرال جان نېکلسن په شمول د یو شمېر امریکايي قوماندانانو او سناتورانو هغې غوښتنې ته اشاره شوې ده چې په افغانستان کې د اوسني په ټپه درېدلي حالت د بدلون لپاره یې د اضافي ځواکونو او اضافي واکونو غوښتنه کړې.

خو د لېکوال بارنیټ روبین وايي، د اضافي واکونو او او اضافي ځواکونو معنی به دا وي چې امریکايي ځواکونه بېرته په مستقیمه توګه له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل شي او دا کار به د ولسي افغانانو ژوند نور هم له ګواښ سره مخ کړي.

د لېکوال په وینا افغانستان د اضافي امریکايي سرتېرو استول به اوسني په ټپه درېدلی حالت لږ څه بدل کړي خو دغلته به جګړه اوږده کړې.

ښاغلی روبین په سیمه کې د امریکا اوسنۍ پالیسۍ ته په اشارې وايي، دا پالیسي د افغانستان او پاکستان ترمنځ پرتو سیمو کې د هغو جیوپولیټکي وضعیت د د بدلون لپاره هېڅ نه کوي چې د نړیوالې ترهګرۍ لپاره یې شرایط برابر کړي او یوازې په سیاسي لارو چارو یې حل موندلی کېدای.

بارنیټ روبین په دې لیکنه کې زیاتوي ”ترهګري د ترهګرو د موجودیت له کبله نه ده او نه د ترهګرو په وژلو دا پدیده له منځه ځي.“

په لیکنه کې وړاندې ویل شوي، طالبان د سړې جګړې تر فشار لاندې د سیمه ییزو رقابتونو په نتیجه کې د افغان دولت د څو لسیزو د سقوط له کبله رامنځ ته شول.

القاعده شبکه د عربي نړۍ پیداوار دی او د شوروي په وړاندې له افغان مجاهدینو سره په جګړه کې له همکارۍ وروسته یې د دولت د نشتوالي له کبله په سیمه کې وده وکړه.

لېکوال وايي، داعش چې پر عراق د امریکا د یرغل نتیجه ده هم د افغانستان او پاکستان تر منځ پرتو سیمو کې له ورته شرایطو د پښو ټینګولو لپاره ګټه پورته کوي.

XS
SM
MD
LG