د لاسرسي لېنکونه

اوکراین کې د پولنډ پر قونسلګرۍ ډزې شوي


چارواکي او مطبوعاتي رپوټونه وايي، ناڅرګندو حمله کونکو نن سهار وختي، د اوکراین په شمال ختیځ ښار لوتسک کې د پولند پر قونسلګرۍ ډزې کړې چې ودانۍ یې تخریب کړې او هیندارې یې ورماتې کړې دي.

د اوکراین یوې خبري ویب پاڼې «ولین ۲۴» د عیني شاهدانو په حواله ویلي چې په پېښه کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.

د اوکراین یوه تلویزیون ویلي چې پولیسو د پېښې په ځای کې د «ار-پي-جي۲۲» لاسي بم ټوټې موندلی دی.

د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر پاولو کلیمکین ویلي، حمله هغو کسانو کړې چې د اوکراین او پولند د دوستي مخالف دي.

کلیمکین ټينګار کړی چې حمله کونکي به ونیول او مجازات شي.

XS
SM
MD
LG