د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

روغتیا وزارت: د تېر کال په پرتله د نري رنځ ناروغي ۱۶ سلنه زیاته شوې


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسؤلان وايي، د توبرکلوز یا نري رنځ ناروغي لا هم په لوړه کچه د افغانانو ژوند ګواښي.

د دغه وزارت مرستیال احمد جان نعیم د سې شنبې په ورځ کابل کې د توبر کلوز د نړېوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې ناسته کې وویل، په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د توبرکلوز ناروغۍ ۴۳ زره او ۴۶ پېښې تشخیص او درملنه‌یې شوې.

ښاغلی نعیم وايي، د تېر کال په پرتله د دې ناروغۍ د پېښو په تشخیص کې ۱۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال احمدجان نعیم
د عامې روغتیا وزارت مرستیال احمدجان نعیم

ښاغلي نعیم زیاته کړه:

"دې ته په پام چې هر کال د توبرکلوز د ناروغۍ له امله شااوخوا ۱۲ زره کسان مري، اړتیا ده چې د توبرکلوز ناروغۍ د مخنیوي د نړیوال شعار مطابق د دغې ناروغۍ په وړاندې ټول باید سره لاس ورکړو او دې برخه کې متحد شو."

ښاغلی نعیم داسې مهال په کابل کې د توبرکلوز د ناروغۍ له امله د مړینې شمېر ۱۲ زره کسان ښیي چې یوه اوونې مخکې د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز ویلي و، هر کال د دغې ناروغۍ له کبله ۱۵ زره کسان مري.

افغانستان د نړۍ د ۲۲ هېوادونو په منځ کې یو له هغه هېوادونو څخه و چې د توبرکلوز کچه په‌کې لوړه وه خو اوس د عامې روغتیا وزارت د مسؤلانو په خبره اوس له دې لېسته وتلی دی.

توبرکلوز یا سل يوه ساري ناروغي ده چې په اسانۍ سره‌يې مخه نيول کېداى شي، خو که‌يې سم تشخیص ونه‎شي د انسان د مرګ لامل ګرځي.

روغتیا وزارت: نري رنځ ناروغي لا هم په لوړه کچه افغانان ګواښي
روغتیا وزارت: نري رنځ ناروغي لا هم په لوړه کچه افغانان ګواښي

له دې مخکې د عامې روغتیا وزارت ویلي وو چې تر ۲۰۳۰ میلادي کاله به په افغانستان کې د توبرکلوز یا نري رنځ د ناورغۍ کچه صفر ته راټیټه کړي.

افغانستان اوونۍ وړاندې له جاپان سره د توبرکلوز د ناروغۍ د مخنیوي په هدف د ۸.۶ میلیونه ډالرو په ارزښت یو تړون هم لاسلیک کړی او د دې هېواد په مالي مرسته د توبرکلوز د ناروغۍ د مخنیوي لپاره هڅې کوي.

د توبرکلوز د کنټرول د ملي پروګرام د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال ټول افغانستان کې د توبرکلوز یا نري رنځ د ناروغانو د درملنې لپاره، څه کم دوه زره مرکزونه موجود دي چې درمنله په‌کې په وړیا ډول ترسره کېږي.

په ورته وخت کې افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازې سوپریا هم د توبرکلوز د ګواښوونکې ناروغۍ په اړه اندېښنه ښيي او دې برخه کې د حکومتونو سیاسي اراده مهمه بولي.

اغلې سوپریا دې برخه کې له افغانستان سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار کوي.

افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازې سوپریا
افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازې سوپریا

نوموړې وايي:

"د روغتیا نړيوال سازمان به د جاپان په مرسته د توبرکلوز ناروغۍ د مخنیوي برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، دغه ملاتړ به په ځانګړي ډول د باکیفیته درملو د برابرولو، د توبرکلوز تشخیص او تخنیکي برخو کې وي."

هاخوا افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره د توبرکلوز ناروغۍ مخنیوي لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کوي.

کابل کې د یادې ادارې استازي وايي، د توبرکلوز د ناروغۍ مخنیوی یوازې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسؤلیت نه‎دی بلکې دې برخه کې باید ټولې ادارې هڅې وکړي څو د دغې ناروغۍ کچه صفر ته راټیټه او د زرګونه افغانانو ژوند وژغوري.

راپور: عبادالله حنان‎زی

XS
SM
MD
LG