د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۸ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۴۸

ملګري ملتونه د اټمي وسلو د نړیوال بندیز په اړه خبرې کوي


د ملګرو ملتونو په مقر کې به پر اټمي وسلو د نړيوال بنديز په باب خبرو کې تر سلو زيات هېوادونه برخه واخلي.

خو ويل شوي چې په دغو مذاکرو کې به د نړۍ ځواکمن هېوادونه برخه ونه‌لري.

په اکټوبر مياشت کې د ملګرو ملتونو ١٢٣ غړو هېوادونو دې ته رأيه ورکړه چې نن دوشنبه سره جرګه شي.

دوى د اټمي وسلو د بنديز تړون په قانوني لحاظ لازم-اجراء ګڼي.

د ٢ نورو هېوادونو تر څنګ روسيې، د امريکا متحده ايالاتو، بريتانيا، فرانسې، جاپان او اسرائيل دغه پېشنهاد ته مثبته رأيه ورکړې ده، خو چين، هندوستان او پاکستان ورته سپينې رأيې کارولې دي.

ملاتړي وايي د شمالي کوريا د اټمي وسلو پروګرام او په واشنګټن کې د نوې ادارې چې اقدامات‌يې د اټکل وړ نه‌دي، د کړکېچ له کبله د اټمي ناورين خطر په زياتېدو دى.

XS
SM
MD
LG