د لاسرسي لېنکونه

تخار چارواکي: د يوه قوماندان په ډزو درې ملکيان وژل شوي


د تخار امنيتي چارواکي وايي، د محلي پوليسو د يوه قوماندان په ډزو درې ملکيان وژل شوي دي.

د پوليسو د ٨٠٨ زون قوماندانۍ وياند محفوظ‌الله اکبري نن يکشنبه رسنيو ته وويل چې نن ماسپښين د تخار په اشکمش ولسوالۍ کې د محلي پوليسو برحال قوماندان پير سيد مقتدر، د ځمکې پر سر د لانجې پر مهال ډزې کړي چې له کبله‌يې ٣ تنه ملکيان وژل شوي او ٤ نور ټپيان شوي دي.

ښاغلى اکبري وايي چې پوليس د پېښې سيمې ته رسېدلي او قضيه څېړل کېږي.

XS
SM
MD
LG