د افغانستان مشرانو جرګې پر سردار محمد داوود خان روغتون د حملې او په هېواد کې د امنیتي وضعیت په اړه د یکشنبې په ورځ د امنیتي بنسټونو مشران خپلې غونډې ته وربللي وو.
د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي د سناتورانو د ګڼو اندېښو او پوښتنو وروسته وویل چې د سردار محمد داوود خان روغتون څېړنې نېږدې هغه ځای ته رسېدلي چې لازمې دي.
نوموړي که څه هم دې پېښه کې د ښکېلو کسانو او یا د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه د لا ډېر څه ویلو پر مهال د مشرانو جرګې غونډه سري کړه، خو په ښکاره ډولیې وویل چې د سردار محمد داوود خان روغتون په تړاو څو کټګوري خلک نیول شوي دي.
نوموړي وویل:
"د اوس لپاره څلور کټګوري کسان د شکمنو او تورنو کسانو په ډول نیول شوي، هغه کسان چې دننه وو هغه کسان چې بیرون وو او هغه کسان چې لا تر څارنې لاندې دي، د دې پېښې په اړه به ووایم چې په څېړنو کې یې ښه پرمختګ شوی دی او تاسې به په وروستي راپور کې ووینئ چې موږ داسې څه ته رسېدلي یو چې په اړهیې اقدام کوو."
نېږدې درې اوونۍ وړاندې وسلهوال کسان کابل کې د سردار محمد داوود خان روغتون ته په ننوتلو بریالي شول چې د شااوخوا اووه ساعته جګړې په ترڅ کې یې ۴۹ کسان چې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې روغتیايي کارکوونکي او ناروغان وو، وژل.
د دې پېښې مسؤلیت چې له سلو ډېر نور کسان پهکې ټپيان شوي وو داعش وسلهوالې ډلې پر ځان ومانه.
سناتورانو د یکشنبې ورځې په دې غونډه کې او له هغې وړاندې اندېښنه ښودلې چې افغان حکومت باید په دې اړه چې وسلهوال څنګه هدف ته په رسېدو بريالي شوي او دغه روغتون ته چې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې دی، ننوتي دي ځواب ووايي.
له دې سره د مشرانو جرګې غړو د هېواد د عمومي وضعیت په اړه د امنیتي بنسټونو له مشرانو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې او ویېویل، فکر کېږي نههمغږۍ او ناسمې رهبرۍ هېواد کې امنیتي وضعیت خراب کړی دی.
دفاع وزیر عبدالله حبیبي بیا غونډې ته وویل چې د امنیتي سکټور تر منځ ښه همغږي موجوده ده خو دښمن د جنګ د ډېرېدو او بدلېدو هڅه کوي.
نوموړي وویل:
"که ښه سوق اداره نهوي، د ځواکونو سم ترتیب، نظم، اجراء او د محاربې اداره نهوي تېر کال به دښمن خپل هدف ته رسېدلی و، دښمن غوښتل چې جنوب یا شمال کې لږ تر لږه دوه ولایتونه ونیسي او د پېښور او کوټې شوراګانې راولېږدوي، ولې موږ د دښمن عمده پلان ناکام کړی او ارمانیې پوره نهشو."
نوموړی وايي، د راتلونکي اوړي لپاره احضارات نیول شوي او تر ډېره د ځواکونو په اړتیاوو او کمیو کار شوی دی.
د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد د امنیت په اړه د سناتورانو د اندېښنو په ځواب کې وویل، د شته ټولو ستونزو سره-سره وضعیت کنټرول دی او روان کال کې به امنیتي تدابیر نور هم جدي شي.
که څه هم افغان چارواکي د سردار محمد داوود خان پر روغتون د حملې په تړاو د معلوماتو د نهورکولو لپاره خپل دلایل بیانوي خو له مشرانو جرګې وروسته ولسي جرګې پتیلې ده چې د دوشنبې په ورځ د یادې پېښې او په ټولو کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د امنیتي بنسټونو مشران استیضاح کړي.
د ولسي جرګې منشي قادر ځاځي وطندوست د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، جمهور رئیس غني ورسره ژمنه کړې چې وزیران به د وکیلانو اندېښنو ته ځواب ووايي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ