د بلاروس پولیسو پرون شنبه د هغه هېواد پلازمېنه مېنسک کې د بشري حقونو د یوې ملاتړ کوونکې ډلې پر دفترونو یرغل وروړ او ویېتړل.
د هغه هېواد د مظاهرو ځانګړو پولیسو پرون سلګونه تنه مېنسک کې د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا حکومت پر ضد د اعتراضي لاریونونو له امله ونیول او زیات شمېر کسانیې ووهل.
په بلاروس کې د ویاسنا په نوم د بشري حقونو د څارنې یوه غیر حکومتي سازمان غړې تاتیانا ریویاکو خبریالانو ته وویل چې تر ۴۰۰ تنه زیات اعتراض کوونکي مېنسک کې پولیسو نیولي دي.
تاتیانا ویلي چې نیول شویو کسانو کې زیات شمېر خلک پولیسو ووهل، ويېټکول او یو شمېر کسان دومره زخمیان شوي چې بېړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.
دې سازمان پر خپله وېبپاڼه کې لیکلي چې پرون پولیس د دوی دفترونو ته ورننوتل، تلاشي یې کړل او ویېتړل.
د دې غیر حکومتي سازمان په حواله، لږ تر لږه ۵۷ تنه چې بهرني څارونکي هم پهکې شاملېږي نیول شوي او د پولیسو مأموریت ته بیول شوي دي.
د دې سازمان یوې بلې غړې او د بلاروس حکومت مخالفې فعالې یولیاستیپانووا پر فېسبوک لیکلي چې پولیسو یو شمېر نیول شوي خلک بېرته خوشې کړې دي.
د بلاروس پولیسو همدارنګه مېنسک کې لسګونه وګړي چې له حکومت سره د مخالفت تر ګومان لاندې وو، نیولي دي.
د مېنسک بېلابېلو سیمو کې سلګونه تنو پرون د هغه هېواد د ازادۍ ورځې په مناسبت په لاریونونو کې برخه اخیستې ده.
هغوی د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا پر ضد شعارونه وکول:
"وشرمېږئ" او "فاشیستانو" نارې یې وهلې.
د بلاروس پولیسو پرون د مېنسک ښار مرکزي سیمو ته چې د مخالف لوري پلویانو اعتراضي غونډه کړې وه، تللې لارې تړلې وې.
د بلاروس چارواکو د مارچ په ۲۴مه د اعتراضونو تنظیموونکو ته خبر ورکړی وو چې د ښار مرکزي سیمو کې لاریونونه او غونډې غیر قانوني دي او له هغوی یې غوښتنه کړې وه چې د ښار څنډو ته ولاړ شي.
په بلاروس کې د ازادۍ ورځ هر کال د "خلکو جمهوریت" د جوړېدو په مناسبت لمانځل کېږي چې په ۱۹۱۸ مېلادي کې تر یوه کال کم وختيې دوام وکړ.
اعتراض کوونکې لهدې چې حکومت پر هغو وګړو چې کار نهلري او حکومت د ټولنې پرازیټ ورته وايي، د مالیې له لګېدو سره هم مخالفت لري.
سره لهدې چې د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا ویلي چې دا پلان به تر ۲۰۱۸ میلادي کاله وځنډوي، اعتراض کوونکو بیا هم خپل اعتراضي لاریونونه جاري ساتلي دي.
په بلاروس کې د بشري حقونو د څارنې ادارې، ویاسنا په وینا، لږ تر لږه ۱۳۰ بشري فعالان چې د حکومت د مالیې د پلان پر ضد یې اعتراض کړی و، نیول شوي او تر ۱۵ ورځو پورې زنداني شوي دي.
امریکا او اروپايي ټولنې بلاروس کې د مظاهرو په وړاندې د الکساندر لوکاشینکا حکومت پر غبرګون سخته نیوکه کړې ده.